نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

دوشنبه، 29 رجب المرجب 1447/ 29 جدی 1404

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ ترتیب شوی، پيل شو.

په دې نندارتون کې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه نږدې ۵۰ غرفې جوړې شوې دي، چې پکې د خوراکي توکو، صنعتي تولیداتو، لاسي صنایع او درملو او طبي محصولات نندارې ته وړاندې شوي .

د نندارتون پرانيستلو په مراسمو کې د نیمروز د والي مرستیال، مولوي تورجان احمدي ګډون وکړ او د ګډونوالو هڅې یې وستایلې. هغه وویل چې دا ډول نندارتونونه د سیمه‌ییز اقتصادي پرمختګ، د کورنیو صنعتونو د ودې او د افغان تولیداتو د بازار موندنې لپاره مهم فرصتونه برابروي د نیمروز د صنعت او سوداګرۍ د ریاست رییس، فضل محمد فاضل هم ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې ریاست به له تولیدونکو سره په بازار موندنه، د تولیداتو د کیفیت لوړولو او د سوداګرۍ په پراختیا کې هر اړخیز ملاتړ وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد د مل رسمي پلاوي او شاوخوا ٥٠ کسه ملي سوداګرو په ملتیا د بنګله‌دېش هېواد ته رسمي سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پر دوه‌اړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو، او د ګډو پانګیزو

BACK TO NEWS