مخینه

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت تاریخچه

 د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دولت د اساسي ارګانونو څخه یو ارګان دی چې خورا اوږده تاریخي مخینه لري.

اعلیحضرت غازي امان الله خان د خپلواکۍ اعلانولو څخه وروسته په ۱۲۹۸ هـ ش کال چې د ۱۹۱۹ م کال سره سمون خوري په ځینو اصلاحاتو لاس پورې کړ.

غازي امان الله خان د افغانستان د خپلواک دولت بنسټ داساسي قانون او نظامنامې پر اساس کېښود ، پر دی بنسټ دلومړي ځل لپاره په افغانستان کې ددولت اساسي تشکیلات دنظامنامه/قانون  له لوري برابر شول.

   ديه ۱۳۰۱ لمریز کال د اساسي نظامنامې یا  اساسي قانون مطابق د دولت په درې ګونو قواوي ( اجرایه قوه، مقننه قوه او قضایه قوه) خپلواکه صلاحیتونو سره رامنځته شوي .

د دولت درې ګونو قواوو په خپلواکه توګه په فعالیت پیل وکړ اود اجرایوي قوې په برخه کې د هېواد نوي اداري تشکیلات رامنځته  او عملي شول.

د امان الله خان له لوري د خپلواکۍ د ترلاسه کولو وروسته د افغانستان اجرایوي قوه رامنځته شوه او  غلام محمد خان وردګ د سوداګرۍ وزیر په توګه وګمارل شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ۱۳۱۷ ــ ۱۳۳۸ ه ش کلونو پورې د ملي اقتصاد وزارت په نوم یادېده اود تېرو کلونو دتشکیل پر اساس د سوداګرۍ، کرنې، صنایع او د اداري چارو د ګمرکاتو له برخو څخه جوړ وو.

په کال ۱۳۱۶ ه ش کې داقتصادي چارو دپراختیا له کبله عمومي مدیریتونه په ریاستونو بدل شول. ځینې نوې څانګې لکه : دلاسي صنایعو مدیریت ، ماشیني صنایعو مدیریت، ټرانسپورټ مدیریت، د صنایعو په ریاست کې او د تعرفو په مستقل مدیریت کې، دقوانینو تدوین مدیریت، د داخلي بازارونو مدیریت، دخارجي او داخلي سوداګرۍ د احصایې مدیریت، دڅېړنو او تدقیق مدیریت په سوداګریز ریاست کې په پام کې ونیول شو. او په کال ۱۳۱۷ ه ش کې په سوداګریز ریاست کې د صادارتو او وارداتو مدیریت رامنځته شو.

د وخت په تېرېدو اود اړتیاوو سره سم په قرار قرار سره  مسلکي ادارې پرلپسې دملي اقتصاد وزارت څخه جلا اود یو ځانګړي واحد په توګه یې په فعالیت پیل وکړ. اوهر یو له دغو واحدونو څخه په ځانګړو وزارتونو بدل شو. په کال ۱۳۱۸ ه ش په هند کې د سوداګرۍ اتشه دفتر او بیا په پېښور کې د افغاني وکالت التجاري پرانستل شو. له (۱۳۱۹ ــ ۱۳۲۶ ) کالونو د ملي اقتصاد وزرات تشکیلات په خپل حال باقي پاتې شول. او عمده تغیرات په کې رامنځته نه شول، د ( ۱۳۲۸) په وروستیو او د ( ۱۳۲۹) کال په لومړیو کې د اقتصاد وزارت په تشکیلاتو کې تغیرات رامنځته شول، ځینې ریاستونه د وزارت په تشکیل کې نوي رامنځته شول او ځینې برخې د وخت دتقاضا سره له منځه لاړې او دندې یې په نورو څانګو وویشل شوې.

خو داچې مسلکي وزارتونو او مؤسیسو ته اړتیا ورځ تربلې زیاتېده نو د ملي اقتصاد وزارت څخه یو شمیر ادارې جلا شوې اود خپلواکو ادارو او مؤسیسو په توګه یې خپل فعالیت پیل کړ او بالاخره په کال (۱۳۳۵ ) ملي اقتصاد وزارت بیرته دهمدغه کال دعقرب یا لړم له میاشتې څخه د هېواد په اداري تشکیلاتو کې د سوداګرۍ وزارت په نوم رامنځته شو. چې له همغه وخت څخه تردې دمه یې بیلا بیل تشکیلات رامنځته کړي او بیلا بیل سوداګریز فعالیتونه یې ترسره کړي دي.

په اوسنیو شرایطو کې افغان دولت د « ازاد اقتصادي بازار» په درلودلو اود خصوصي سکتور څخه په ملاتړ سره باید خپل ځان دافغانستان د خوشبختۍ او اسانتیا وو اغیزمن لامل وبولي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت نوم دجمهور ریس د ۱۳۹۶-۱۲-۱۲ نیتټې د (۲۶۱) ګڼه فرمان په اساس د صنعت او سوداګرۍ  په وزارت  تعدیل شو .

یاد  وزارت په هیواد کې د اقتصادي ودي د فرصتونو په رامنځته کولو سره د خصوصي سکتور په هڅو فعالیت ترسره کوی .

یاد وزارت د خپل د پوهاوي کچې د لوړولو لپاره اوږده لاره بشپړه کړی ده، څو وکولای شي خپل نوی رول په سمه توګه ترسره کړي، په یاد وزارت کې د منابع بشري په نوم ریاست جوړ او په یو بشپړ اداري اصلاحاتو برنامې باندې یې پیل وکړ چې رتبې او معاشات یې دیو سیستم له لارې پلي کړي دي. پر دې سربیره د صنعت او سوداګرۍ وزارت دپالیسیو او د سوداګریزو چارو تنظیم او د ترتیب په اساسي برخو کې مهم پرمختګ کړی او په دغه لاره کې یې لا هڅې ګړندۍ کړې دي.

په دي ورستیو کې د وزارت په  تشکیلاتي جوړښت  کې د کار او مسلک په لحاظ مهم بدلونونه راغلي چې یو شمیر ریاستونه ېې لکه : ددفتر ریاست ،د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست ، دپلان او پالیسۍ ریاست ، دتفتیش ریاست ،حقوقي چارو ریاست مستقماً د وزیر ته ځواب ګوي دي او نور سکتوری او تخصصی ریاست ونه هر یو اړونده معینیت ته ځواب ورکونکې دي هر برخه يي په لاندي ډول اړونده بخش کې فعالیت ترسره کوي .

د خصوصي سکتور او صنایعو په برخه کې : د معینیت څخه علاوه د د پانګه اچونې د اسانتیاو ریاست ،د رقابت د ودي او مستهلیکنو د ملاتړ ریاست ،دتصدی او شرکتونو ریاست ، دکارفرما ،کوچنیو او منځنیو وتشبثاتو ریاست ،د صنایعو عمومی ریاست او د صنعتي پارکونو عمومي ریاستونه فعالیت تر سره کوي .

د سوداګرۍ په برخه کې د سوداګریزو چارو معینیت نه علاوه ،د سوداګریزو پالیسیو عموي ریاست ،د سوداګریزو خدماتو عمومي ریاست ،دترانزیتي او سوداګریزو تړونونو ریاست او نړیوالي سوداګریز ریاست فعالیت ترسره کوی .

همدا راز په اداري او مالي برخه کې د یاد معینت تر چتر لاندي د مالي او حسابي ریاست ، اداری او خدماتو ریاست ،د مرکزی ثبت او فکری مالیکیتونو ریاست ،د بشری سرچینو ریاست ،تدارکاتو او جندر آمریت فعالیت ترسره کوي .