مشری

د الحاج نورالدین عزیزي لنډه پېژندنه

الحاج نورالدین عزیزي د الحاج ګلبدین عزیزي زوی په ۱۳۸۶ هجري قمري کال چې له ۱۳۴۳ لمریز کال سره سمون خوري، د پنجشیر ولایت د خنج ولسوالۍ د دشت ریوت کلي په یوه علم پالې، متدینې، متنفذې او سوداګرې کورنۍ کې سترګې نړۍ ته پرانیستلې.

نوموړي د زده‏کړو لومړنۍ دوره د دشت ریوت په کلي کې او لیسه یې د کابل ښار د ذبیح‏الله شهید په عالي ښوونځي کې پای ته ورسولې.

ښاغلی عزیزي پر کورنیو ژبو (پښتو او دري) سربیره پر عربي، انګلیسي او اردو ژبو هم پوهه لري او په کورنۍ او نړیواله کچه د سوداګرۍ په بیلابیلو برخو کې تر دریو لسیزو کاري تجربه یې په خپله کارنامه کې په ثبت رسولې ده.

پر هیواد د سرو لښکرو له یرغل سره سم، د عزیزي کورنۍ مشران هم د نورو مجاهدینو په څیر د یرغلګرو په وړاندې د څښتن تعالی له امر سره سم راپاڅېدل او د وخت د یرغلګرو په وړاندې یې جهاد پیل کړ او وروسته له یوې مودې یې له هیواد څځه هجرت وکړ.

د یادې کورنۍ مشرانو او په ځانګړي ډول الحاج نورالدین عزیزي د هجرت پر مهال هم د سرو لښکرو پر وړاندې د وسلې او هم مهاله د قلم له لارې جهاد ته دوام ورکړ. د خپلو مبارزو ترڅنګ یې سوداګرۍ ته هم د غوره عبادت او د حلال رزق د لاس ته راوړلو په حیث دوام ورکړ چې له دې لارې یې خپلو زرګونو کډوالو هیوادوالو ته د کار زمینه برابره کړه او د مدارسو او ښوونځيو د رامنځ ته کولو له لارې یې د هیواد د بچیانو د اسلامي تربیې په برخه کې لویه ونډه درلوده.

کاري سوابق او کړنې:

د هجرت پر مهال د کډوالو د ماشومانو د اسلامي روزنې لپاره د ضیاءالمدارس د مدرسې بنسټ ایښودنه.

د کډوالو د نوي نسل د ښې روزنې په موخه د حدیبیې د عالي لیسې بنسټ ایښودنه.

په نړیواله کچه د لویو سوداګریزو قرارداد لیکونو عقد.

په برازیل، تایلڼد، پاکستان، امریکا، هندوستان، چین، متحده امارات، زمبابوې، نایجیریا، تاجکستان، ایتوپیا، هانګ کانګ او ځینو نورو اروپایي هیوادونو کې د سوداګریزو دفترونو رامنځ ته کول.

الحاج نورالدین عزیزی د صنعت، سوداګرۍ او کانونو په برخه کې د خورا ډیرې تجربې درلودلو سربیره له سوداګریزو اتحادیو سره هم په بیلابیلو برخو کې نږدې همکارۍ درلودې او د کانونو د استخراج، د خامو توکو د پروسس او د هیواد د تجارت په پراختیا  کې یې لویه ونډه درلوده.