د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل
دوشنبه، 29 رجب المرجب 1447/ 29 جدی 1404
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګلهدیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن سره وکتل.
د غونډې په پیل کې د کوربه هیواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن د اسلامي امارت د پلاوي تود هر کلی و کړ او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو په اړه یې خوښي څرګنده کړه. وروسته دواړو لورو د سوداگریزو تفاهمنامو په لاسلیک، بانکي اسانتیاوو، افغان توکو ته د ترجیحي تعرفې پر ور کړه، د سوداګریز حجم په زیاتوالي او افغانستان ته د ادویه جاتو او ټوکرانو پر واردولو هر اړخیز بحث و کړ چې په پایله کې په کابل او ډهاکه کې د ګډو نندارتونونو پر دائیرولو، په دواړو هیوداونو کې د سوداګریزې اتاشې پر معرفې کولو، او د سوداګریزو خنډونو د له منځه وړلو په موخه دګډي کمیټې په ایجاد هوکړه و شوه.
دواړو خواوو ټینګار وکړ چې د افغانستان او بنګلهدیش ترمنځ موجود سوداګریز فرصتونه کولای شي د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا لپاره ښه زمینه برابره کړي، او په راتلونکي کې د ګډو همکاریو د دوام په اړه یې کابل او ډهاکه کې د ورته ناستو دوام ته خپل چمتووالی څرګند کړ.
