پنجشنبه ۱۳۹۸ زمري ۱۷ مه د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رهبري پلاوي د ټاکنو دوهمه عمومي غونډه جوړه شوه

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۴ - ۱۱:۴۳
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ، د صنعت او سوداگری وزارت

کابل، افغانستان: د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رهبري پلاوي د ټاکنو دوهمه غونډه نن ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوه.
پدې ناسته کې د اقتصاد وزیر ښاغلی مصطفی مستور، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين او سرپرست ښاغلی اجمل حمید عبدالرحیمزی، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معین، د ښځو چارو وزارت معین، د هېود د لمړۍ مېرمنې د دفتر ارشد سلاکار، دپارلمان غړو، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رهبري پلاوي پخوانیو غړو، او د ۲۰۰ په شاوخوا کې سوداګرو ښځو له کابل او ولایتونو څخه برخه اخېستې وه.
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رهبري پلاوي رییس افسانې رحیمي وویل: د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په نوې اساسنامه کې د خونو د تنظیم د نوي قانون پر بنیاد د رهبري پلاوي لپاره یوه دری کلنه دوره ضروري ده، هغې زیاته کړه چې د سوداګرۍ خونې د اساسنامې پر اساس د ښځو د سوداګرۍ خونې د مشرۍ لپاره باید ۱۵ څوکۍ شتون ولري او د نوموړې څوکۍ د تر لاسه کولو لپاره ۱۹ سوداګرې ښځې په خپلو منځونو کې سیالي کوي.
نوموړې ټاکنې د ټاکڼو د خپلواک کمېسیون، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او د رڼو او عادلانه ټاکنو د څار موسسې په تخنیکي مرسته او څارنې ترسره کیږي.
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ خونه په دوو کلونو او څو میاشتو کې پام وړ لاسته راوړنې لري چې له دې ډلې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ۳۱ پروګرامونو په لاره اچول هم شامل دي چې پدې کې نندارتونونه، په هېواد کې دننه او له هېواده د باندې سمینارونه، کنفرانسونه او د حقوقي معلوماتو ورکولو په غونډو کې د هېواد له ولایتونو کابل، بلخ ، هرات او کندهار څخه د ۵۰۰ څخه زیاتو ښځو ګډون یادولی شو.
ملي تدارکاتو ادارې لخوا په ۲۰۱۸ کال کې د ښځو لپاره پر پالیسیو کې ۵ سلنه تغیرات، د ښځو د وړو او منځنیو تشبثاتو په برخه کې ۱۵ـ۲۰ سلنه صنعتي رول په پام کې نیول، د خصوصي سکتور پرمختیا، له هېواده د باندې ۲۵ او د هېواد دننه ۱۵نندارتونونو کې تر ۲۳۱ څخه ډيرو ښځو ګډون، د کابل په دوو برخو کې د اوونۍ جمعه بازارونه، له هېواده د باندې د شپږو او په هېواد کې دننه د زده کړو د اوو دورو جوړول او له هېواده د باندې په دیارلس کنفرانسونو کې ۱۶۰ ښځو ته د زمینې برابرول د ښځو د صنایعو د پرمختګ او تقویې په برخه کې له مهمو لاسته راوړنو څخه شمېرل کیږي.
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه د هېواد د اقتصاد د عالي شورا په تائید سره په ۲۰۱۷ کال کې خپل کار پیل کړ.
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ خونې د رهبري پلاوي لومړۍ ټاکنې د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر پر دوهمه تر سره شوې چې د هغو ټاکنو په ترڅ کې ۱۱ تنو بریالیو سوداګرو ښځو د ښځو د سوداګرۍ خونې د غړو لخوا د یوې غونډې په ترڅ کې او د یوې شفافې پروسې په پایله کې ټاکل شوې وې.
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رهبري پلاوي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د غونډو او مطبوعاتي پروګرامونو په برخه کې د همکاریو له امله د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز سرپرست فیروز بشري ته د ستاینلیک په ورکولو سره مننه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۳۴
Background image

دیدار وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان از مناطق صنعتی، زراعتی و مرزی قزاقستان

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، در جریان سفررسمی خود به جمهوری قزاقستان، با همراهی آقای ژومان گارین، معاون صدراعظم و وزیر اقتصاد ملی قزاقستان، از. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۰:۲۳
Background image

دیدار وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با معاون صدراعظم و وزیر اقتصاد ملی قزاقستان

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان و هیئت همراه در جریان سفر رسمی به جمهوری قزاقستان با آقای

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۵۰
Background image

امضای تفاهم‌نامه‌ها به ارزش بیش از ۳۶۰میلیون دالر در نشست‌های تجارتی

در حاشیه‌ی مجمع تجارتی افغان– قزاق  که در شهر شیمکنت جمهوری قزاقستان برگزار گردید، در نتیجه‌ی نشست‌های رو در رو(B2B)  میان تاجران

BACK TO NEWS