پنجشنبه ۱۳۹۸ زمري ۱۷ مه د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رهبري پلاوي د ټاکنو دوهمه عمومي غونډه جوړه شوه

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۴ - ۱۱:۴۳
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ، د صنعت او سوداگری وزارت

کابل، افغانستان: د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رهبري پلاوي د ټاکنو دوهمه غونډه نن ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوه.
پدې ناسته کې د اقتصاد وزیر ښاغلی مصطفی مستور، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين او سرپرست ښاغلی اجمل حمید عبدالرحیمزی، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معین، د ښځو چارو وزارت معین، د هېود د لمړۍ مېرمنې د دفتر ارشد سلاکار، دپارلمان غړو، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رهبري پلاوي پخوانیو غړو، او د ۲۰۰ په شاوخوا کې سوداګرو ښځو له کابل او ولایتونو څخه برخه اخېستې وه.
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رهبري پلاوي رییس افسانې رحیمي وویل: د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په نوې اساسنامه کې د خونو د تنظیم د نوي قانون پر بنیاد د رهبري پلاوي لپاره یوه دری کلنه دوره ضروري ده، هغې زیاته کړه چې د سوداګرۍ خونې د اساسنامې پر اساس د ښځو د سوداګرۍ خونې د مشرۍ لپاره باید ۱۵ څوکۍ شتون ولري او د نوموړې څوکۍ د تر لاسه کولو لپاره ۱۹ سوداګرې ښځې په خپلو منځونو کې سیالي کوي.
نوموړې ټاکنې د ټاکڼو د خپلواک کمېسیون، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او د رڼو او عادلانه ټاکنو د څار موسسې په تخنیکي مرسته او څارنې ترسره کیږي.
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ خونه په دوو کلونو او څو میاشتو کې پام وړ لاسته راوړنې لري چې له دې ډلې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ۳۱ پروګرامونو په لاره اچول هم شامل دي چې پدې کې نندارتونونه، په هېواد کې دننه او له هېواده د باندې سمینارونه، کنفرانسونه او د حقوقي معلوماتو ورکولو په غونډو کې د هېواد له ولایتونو کابل، بلخ ، هرات او کندهار څخه د ۵۰۰ څخه زیاتو ښځو ګډون یادولی شو.
ملي تدارکاتو ادارې لخوا په ۲۰۱۸ کال کې د ښځو لپاره پر پالیسیو کې ۵ سلنه تغیرات، د ښځو د وړو او منځنیو تشبثاتو په برخه کې ۱۵ـ۲۰ سلنه صنعتي رول په پام کې نیول، د خصوصي سکتور پرمختیا، له هېواده د باندې ۲۵ او د هېواد دننه ۱۵نندارتونونو کې تر ۲۳۱ څخه ډيرو ښځو ګډون، د کابل په دوو برخو کې د اوونۍ جمعه بازارونه، له هېواده د باندې د شپږو او په هېواد کې دننه د زده کړو د اوو دورو جوړول او له هېواده د باندې په دیارلس کنفرانسونو کې ۱۶۰ ښځو ته د زمینې برابرول د ښځو د صنایعو د پرمختګ او تقویې په برخه کې له مهمو لاسته راوړنو څخه شمېرل کیږي.
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه د هېواد د اقتصاد د عالي شورا په تائید سره په ۲۰۱۷ کال کې خپل کار پیل کړ.
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ خونې د رهبري پلاوي لومړۍ ټاکنې د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر پر دوهمه تر سره شوې چې د هغو ټاکنو په ترڅ کې ۱۱ تنو بریالیو سوداګرو ښځو د ښځو د سوداګرۍ خونې د غړو لخوا د یوې غونډې په ترڅ کې او د یوې شفافې پروسې په پایله کې ټاکل شوې وې.
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رهبري پلاوي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د غونډو او مطبوعاتي پروګرامونو په برخه کې د همکاریو له امله د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز سرپرست فیروز بشري ته د ستاینلیک په ورکولو سره مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۸:۳۶
Background image

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي اسانتیاوو په اړه دوه اړخیز هوکړه

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي او د پاکستان د اسلامي جمهوریت  د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ  پلاوي ترمنځ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۰:۱۶
Background image

د هرات ولایت صنعت کارانو سره لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلی مولوي قدرت الله جمال د خپلو لیدنو په ترڅ کې  د هرات ولایت د صنعتي ښارګوټي له صنعت کارانو سره وکتل.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۴:۲۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې  د یوټن غوړیو په تولید يوې فابریکې په کار پیل وکړ

په میدان وردګ ولایت د وطنې غوړیو کې  او کنجاړې د تولید فابریکې د ۶ میلیونه افغانیو په  پانګونې سره په په فعالیت پیل وکړ. نوموړي کارخانه  دیاد  ولایت په مرکز میدان ښار کې د  صنعت او. . .

BACK TO NEWS