د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د بنګلهدېش هېواد د جامو تولیدونکې او صادروونکې ټولني له مشر سره وکتل
چهارشنبه، 2 شعبان المعظم 1447 / 1 دلو 1404
تېره ورځ د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګلهدېش هېواد د جامو د تولیدوونکې او صادروونکې ټولني (BGMEA) له رئیس سره ولیدل؛ په دې لیدنه کې له افغانستان څخه بنګلهدېش ته د پنبې د صادراتو د زیاتوالي په اړه هر اړخیز بحث وشو، همدارنګه د ګډو همکاریو او سوداګرۍ د دوهاړخیزو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وشوې.
د BGMEA رئیس زیاته کړه، څرنګه چې افغانستان د لوړ کیفیت پنبه لري، بناءً د بنګلهدېش هېواد د رخت تولیدوونکي شرکتونه لېواله دي چې د افغانستان د پنبې له سوداګرو سره مستقیم قراردادونه لاسلیک کړي.
د BGMEA رئیس په خپلو خبرو کې د یادې ټولنې شالید ته په اشارې وویل: دا ټولنه د بنګلهدېش تر ټولو لویه ټولنه ده، چې تر چتر لاندې یې څلور زره د رخت تولیدوونکې فابریکې فعالیت کوي او هر کال شاوخوا ۴۰ میلیارده امریکايي ډالره صادرات لري. همدارنګه، د بنګلهدېش هېواد د پنبې د واردوونکو هېوادونو په قطار کې دویم مقام لري.
ښاغلي زاهد د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکې، اسلامي ورورولي او ګډ سوداګریز فرصتونه کولای شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.
ناسته د دواړو لوریو لهخوا د متقابلو سوداګریزو همکاریو، د افغان پنبې لپاره د نوي بازار د پیدا کولو او د نساجۍ په برخه کې د عملي تعامل لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
