د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد او ورسره پلاوي اوزبیکستان ته سفر وکړ

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۸:۴۸
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد او ورسره پلاوي اوزبیکستان ته سفر وکړ

یکشنبه ۲۹ شوال المکرم ۱۴۴۶ / ۷ ثور۱۴۰۴

نن يکشنبه د ۱۴۴۶ هـ.ق د شوال المکرم د میاشتې ۲۹ نېټه ده، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوی ازبکستان هېواد ته خپل رسمي سفر پیل کړ. د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اړیکو لا پیاوړي کول او د اقتصادي همکارۍ پرمختګ دی.

یاد پلاوی به د ازبکستان د حکومت له لوړو پوړو چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو، د سوداګرۍ د لا پراختیا، او د ګډو پروژو پر عملي کولو بحثونه وکړي. همدارنګه، دوی به د افغان سوداګرو سره په ازبکستان کې د دوی د ستونزو او اړتیاوو په اړه ځانګړي مجلسونه ترسره کړي ترڅو د هغوی د فعالیتونو لپاره اسانتیاوې برابرې شي او د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره عملي ګامونه پورته شي.

د دې ترڅنګ، پلاوی به په تاشکند کې د ازبکستان حکومت له خوا جوړ شوي نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون وکړي.

دغه سفر د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام دی چې د سیمې په کچه به د متقابلې همکارۍ او پرمختګ لپاره نوې لارې چارې پرانیزي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۲۰:۱۴
Background image

معین امورصنعت با صادرکنندگان میوه‌خشک ملاقات نمود

محترم مولوی احمدالله زاهد، معین امورصنعت این وزارت با تعدادی از صادرکنندگان میوه‌خشک

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۸:۵۱
Background image

دیدار هیئت رهبری اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری ولایت ننگرهار با سرپرست وزارت صنعت و تجارت

محترم الحاج نورالدین عزیزی، سرپرست وزارت صنعت و تجارت با هیئت رهبری اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری ننگرهار، دیدار و ملاقات

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۸:۴۶
Background image

ملاقات سرپرست وزارت صنعت و تجارت با تولیدکنندگان بطری در افغانستان

محترم الحاج نورالدین عزیزی، سرپرست وزارت صنعت و تجارت با تولیدکنندگان سکتور

BACK TO NEWS