د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال د بنګله دېش هیواد د نړیوال سوداګریز نندارتون لیدنه وکړه
سهشنبه، 1 شعبان المعظم 1447/ 30 جدی 1404
تېره ورځ په ډاکه کې د ۳۰م نړیوال سوداګریز نندارتون په څنډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي احمدالله زاهد د بنګله دېش هیواد د صادراتو ودې ادارې مشر ښاغلي محمد حسن عارف په ملتیا د نندارتون له رسمي برخې څخه لیدنه وکړه. په دې پروګرام کې د بنګله دېش حکومتي استازو، د سوداګرۍ خونې غړو، ځایي سوداګرو او د افغانستان څخه راغلي پلاوي ګډون درلود.
د لیدنې پر مهال افغان پلاوي د بنګله دېش د نندارتوني غرفو، په ځانګړي ډول د درملو، نساجۍ او صنعتي محصولاتو له برخو څخه کتنه وکړه او د بنګله دېشي تولیداتو د کیفیت او تنظیم ستاینه يې وکړه. افغان لوري یادونه وکړه چې دا ډول نړیوال نندارتونونه د متقابلې پېژندنې، باور جوړونې او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم فرصت برابروي.
د ناستو پر مهال د دواړو هېوادونو استازو د سوداګرۍ د پراختیا پر امکاناتو خبرې وکړې. بنګله دېشي لوري څرګنده کړه چې چمتو دی افغانستان ته په منظم او دوامدار ډول معیاري درمل او طبي محصولات صادر کړي، ځکه چې د دوی درمل جوړونې سکتور پرمختللی او د نړیوالو معیارونو سره برابر دى. افغان پلاوي دا چمتووالی د هېواد د روغتیايي اړتیاوو لپاره مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو اقتصادونه یو بل بشپړولای شي، او پر ګډو سوداګریزو ناستو، B2B اړیکو او رسمي همکاریو هم خبرې وشوې.
په پای کې دواړه لوري توافق ته ورسېدل چې خپلې اړیکې له دوستانه کچې څخه عملي اقتصادي مشارکت ته لوړې کړي، څو د سوداګرۍ حجم زیات، متقابل باور پیاوړی او د دواړو ملتونو لپاره ملموسې اقتصادي ګټې رامنځته شي.
