په صنعتي پارکونو کې د ځمکې د پلور تړون

reza_admin
Sun, Aug 14 2022 11:30 AM
په صنعتي پارکونو کې د ځمکې د پلور تړون

یکشنبه: د زمري ۲۳مه 

د صنعت او سوداګرۍ  وزارت د مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې،  د صنعتي پارکونو د ځمکې د خرڅلاو تړون له ښاغلي رحیم ګرديزي سره لاسلیک شو.

داغونډه چې  د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یو شمیر رئیسانو،کارکونکو،پانګوالو او سوداګرو په شتون  کې ترسره شوه  د وزارت مرستیال د خپلو خبرو په ترڅ کې،  ښاغلی رحیم ګردیزي د هېواد په کچه یو پیژندل شوی شخصیت  وباله، د نوموړي له هغو هڅو او پانګونې یې مننه وکړه کوم چې نور پانګوال په  هېواد کې پانګونې ته هڅوي.

ښاغلي رحیم ګرديزي په خپله وینا کې وویل چې هیڅ بهرنی شخص په هیواد کې  د پانګونې لپاره نه راځي او  ټینګار یې وکړ چې موږ غواړو خپل هېواد ته د کارکولو سره  نور پانګوال هم پانګونې ته وهڅوو.

د یادونې وړ ده  چې د لوګر ولایت د محمداغې  صنعتي پارک  کې په ۳۰ جریبه ځمکې کې د  ۱۸ نمرو تړون  له ښاغلي رحیم ګرديزي سره لاسلیک  او ټاکل شوې  چې یاده ځمکه کې د 100 څخه تر 150 میلیونه  ډالرو په پانګونې سره د اوسپنې د ویلې کولو ستره فابریکه چې په شپه او ورځ کې به د ۴۰۰ سوه څخه تر۴۵۰ سوه ټنه اوسپنې د ویلې کولو وړتیا ولری جوړه شي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS