د تخار ولایت سرپرست او د عمری ۲۱۷ قول اردو معاون سره لیدنه

reza_admin
Mon, Jun 20 2022 11:08 PM
د تخار ولایت سرپرست او د عمری ۲۱۷ قول اردو معاون سره لیدنه

دوشنبې د جوزا / غبرګولي ۳۰نیټه ۱۴۰۱ کال

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي  قدرت الله جمال د یکشنبې په ورځ د بیلا بیلو  ناستو په ترڅ کې د تخار ولایت والي مرستیال او سر پرست محترم  الحاج محمدکاظم طارق،  د امر بالمعروف رئیس  محترم مولوي حنفی  او د ۲۱۷ عمري قول اردو معاون او د تخار ولایت پخوانی د والي مرستیال  محترم جان محمد حمزه سره وکتل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین چې په دې سفر کې ورسره  محترم ملا نیازمحمد واثق د معینیت اقتصادي سلاکار او  مطیع‌الله امید د ستراتیژۍ، پلان اوپالیسۍ رئیس هم ور سره ول.  د تخار ولایت سرپرست سره په خپله ناسته کې د بیلا بیلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې. او له ښاغلي  محمدکاظم طارق څخه یې وغوښتل تر څو د تخار ولایت  د صنعت او سوداګرۍ آمریت لپاره یو مناسب ځای په پام کې ونیسي.

ورپسې د تخار ولایت سرپرست یاد ولایت  ته د  محترم مولوي قدرت الله جمال له راتګ او د خپلې ناستې څخه خوښي څرګنده کړه، او ژمنه یې وکړه چې؛  لکه څرنګه  په نورو بر خو کې له یاد  آمریت سره همکار ی لرو ، د دوی د ځای په برخه کې هم جدي پا ملرنه وشي.

همدارنګه د۲۱۷ عمري قول اردو معاون  محترم جان محمد  حمزه هم په دې ولایت کې د سوداګرو او صنعت کارانو د امنیت د ټینګښت څخه  ډاډورکړ.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS