په ټول هېواد کې له داخلي محصولاتو څخه دګټې اخیستنې په موخه دصنعت او سوداګرۍ وزیر ټینګار

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۳۰ - ۹:۱۴
په ټول هېواد کې له داخلي محصولاتو څخه دګټې اخیستنې په موخه دصنعت او سوداګرۍ وزیر ټینګار

پنجشنبه: دلیندۍ ۲۷مه ۱۳۹۹

دصنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري ټینګار کوي چې په هېواد کې دداخلي صنایعو د ودې په موخه دې له داخلي محصولاتو ګټه واخیستل شي.

هرات ولایت ته دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني دخپل سفر په ترڅ کې دیاد ولایت له والي ښاغلي سید وحید قتالي سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې ښاغلي غوریاني ټینګار وکړ چې خلک او ټول دولتي نهادونه باید له داخلي محصولاتو څخه ګټه واخلي، چې دغه چاره به دکورنیو صنایعو دودې لامل شي، ښاغلي غوریاني دهرات ولایت له سوداګرو او صنعتکارو څخه دسیمه اییزو چارواکو له ملاتړ څخه مننه وکړه .

بلخوا دهرات ولایت والي ښاغلي قتالي په دغه لیدنه کې دداخلي صنایعو دودې په موخه دصنعت کارو دستونزو پر حل ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې خلک او دولتي ادارې باید له داخلي محصولاتو څخه ګټه واخلي.

په دغه لیدنه کې ښاغلي غوریاني دصنعت او سوداګرۍ دودې په موخه دنویو هوکړه لیکونو له لاسلیک څخه خبر ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو

د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون د جوزجان ولایت والي

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

BACK TO NEWS