د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۳۵
د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو

دوشنبه، 8 رجب المرجب 1447 / 8 –دی 1404

د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون د جوزجان ولایت والي، قاري ګل شفق حیدر له لوري په رسمي ډول پرانیستل شو.

په پرانیستې مراسمو کې والي، قاري ګل شفق حیدر د کورنیو تولیداتو د اهمیت او ارزښت په اړه ټینګار وکړ او ویې ویل: «د هېواد د اقتصادي ودې او ځان بسياینې لپاره د کورنیو تولیداتو ملاتړ ضروري دی. دا نندارتون د تولیدوونکو لپاره د خپل محصول د معرفي کولو او د بازار د پراختیا مهم فرصت دی. موږ هڅه کوو چې د ولایت په کچه هر ډول ستونزې او خنډونه د تولیدوونکو پر وړاندې راکمې کړو او د هغوی لپاره غوره شرایط برابر کړو.»

د جوزجان ولایت د صنعت او تجارت رئیس، مولوي نیازمحمد تواب هم وویل، چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ د هېواد د اقتصادي ودې او ځان‌بسياینې لپاره ځانګړی ارزښت لري. نوموړي زیاته کړه، وزارت د دې ډول نندارتونونو له لارې د کورنیو تولیدوونکو لپاره د بازارموندنې فرصتونه برابروي.

په نندارتون کې په ۳۵ غورفو کې نږدې ۷۰ بېلابېل کورني تولیدات او محصولات د دریو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوي، چې سوداګرو، صنعتکارانو او د ولایت له اوسېدونکو تود هرکلی وشو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

BACK TO NEWS