په هالند کې له میشت افغان سفیر سره د صنعت او سوداګرۍ وزیرلیدنه

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۱۵:۷
په هالند کې له میشت افغان سفیر سره د صنعت او سوداګرۍ وزیرلیدنه

دوشنبه : دسلواغې ۲۷مه ۱۳۹۹

دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریانی په هالنډ کې دمیشت افغان سفیر ښاغلي آصف رحیمي سره ولیدل او په آمستردام کې يې دافغانستان د سفارت له لارې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په هکله خبرې وکړې .

ښاغلي غوریاني په هالنډ کې د افغان سفیر څخه غوښتنه وکړه ترڅو افغانې تولیداتو ته په یاد هیواد کې بازار موندنه وکړي او د نوموړې هیواد پانګوال په افغانستان کې په بیلابیلو سکتورونو کې پانګونې ته وهڅوي.

په دې لیدنه کې هالنډ ته دافغاني محصولاتو د لیږد په موخه د کابل ـ آمستردام په هوايي دهلیز هم خبري وشوي.

په هالنډ کې د افغانستان سفیر ښاغلي محمد آصف رحیمي وویل: چې په آمستردام کې به د هیواد تولیداتو ته بازار موندنې لپاره له دې وروسته جدې پاملرنه وکړي او د هوايې دهلیز د رامنځته کیدلو لپاره به د هغه هیواد له مقاماتو سره خبرې وکړی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

BACK TO NEWS