په لغمان ولایت کې د پلاسکو لوښو د تولید پیل

yonus_shafaq
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۱۸:۳۲
په لغمان ولایت کې د پلاسکو لوښو د تولید پیل
سه شنبه دکب ۵ مه ۱۳۹۹
په لغمان ولایت کې د پلاسکو لوښو د تولید لمړنۍ فابریکې د یومیلیون افغانیو په پانګونې سره خپل فعالیت پیل کړ.
دا کارخانه چې په معیاري ماشینونو سمبال ده د لغمان ولایت د مهترلام بابا ښار په ۶۰۰ متره مربع ځمکه کې د پلاسکو لوښو د بیلابیلو ډولونو په تولید کې فعالیت ترسره کوي چې، د یاد ولایت اوسیدونکو ته يې کاري فرصتونه برابر کړي دي.
یاده تولیدي فابریکه خپل دتولید وړ اومه توکې د بهرنیو هیوادونو څخه واردوي .
دغه فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ کیلوګرامه اومه موادو څخه د ۱۲ زرو څخه زیات بیلابیل پلاسکو توکې تولیدوي،یاده فابریکه خپل تولیدات ننګرهار،کندهار او هلمند ولایاتو ته د خرڅلاو په موخه استوي.
دا په داسي حال کې ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یاده برخه کې د هغوي ته د اسانتیاو د برابرولو تر څنګ بازار موندنې په برخه کې هم مرسته کوي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو

د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون د جوزجان ولایت والي

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

BACK TO NEWS