په افغانستان کې د سوداګرۍ د ودې ګروپ څلورمه ناسته

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۹:۳۸
په افغانستان کې د سوداګرۍ د ودې ګروپ څلورمه ناسته

دوشنبه: دغبرګولي ۱۰مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزارت  د صنعت او سوداګریزوچارو مرستیال  ښاغلي محمد سلیمان بن شاه په مشرۍ د افغانستان د سوداګرۍ د پرمختیا د لوړې کچې کاري ډلې څلورمه ناسته، د ACEBA پروژې استازی،د قیمتي، نیمه قیمتي زینتې ډبروسکتور د استازو په ګډون  د صنعت او سوداګرۍ وزارت د عبدالمجید زابلي د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په پیل کې  د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، محمد سلیمان بن شاه وویل چې په افغانستان کې د سوداګرۍ د ښه والي د کاري ډلې رامینځته کولو موخه د هیواد دخصوصي سکتور فرصتونواو ننګونو پیژتذل او هغو ته د حل لارو لټول دي.

ښاغلي بن شاه زیاته کړه چې وزارت تر دې دمه د نهو مشورتي غونډواو ۳ دلوړې کچې غونډو په جوړولو سره د غالیو او زعفرانو سکتور لپاره ۲۱ طرحې برابرې کړي چې له هغې څخه يې ۱۱ د  پلي کیدو لپاره چمتو دي.

پدې ناسته کې،د قیمتي، نیمه قیمتي او زینتې ډبرو سکتورونوپه فرصتونو ، ننګونو او وړاندیزونو، نوموړوډبرو کیندنې ، پروسس ،ارزښت او صادراتو ډیروالي په اړه خبرې وشوې.

د افغانستان د سوداګرۍ پرمختیا ډله د دولتي ادارو سره د په مشورتي ناستو کي د ګډون د اسانتیاوو،د ستونزواو ننګونوپه هکله  د معلووماتو شریکولو،خصوصی سکتور ،د مالی ملاتړو کونکو بنسټونو،سره د همغږۍ رامنځته کولو ، د تشبثاتو پرواندې ستونزو،ننګونوته په اغیزمنه توګه د رسیدګې او خصوصی سکتور لپاره د لومړیتوبونوپربنسټ  د پروګرامونو د طرح کولو په موخه رامنځته شوي ده .

دا کاري ډله د غالیو ، زعفرانو ، قیمتي ، نیمه قیمتي، زینتي ډبرو اوټوکر اوبدلو په  سکتورونو کې کار کوي ،تر دې دمه د غالیو او زعفرانو سکتور لپاره ۲۱ طرحې برابرې شوی چې له هغې څخه يې ۱۱ د  پلي کیدو لپاره چمتو دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image

BACK TO NEWS