په اسلام آباد کې دافغانستان او پاکستان دصنعت او سوداګرۍ وزیرانو لیدنه

yonus_shafaq
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۵:۴۹
په اسلام آباد کې دافغانستان او پاکستان دصنعت او سوداګرۍ وزیرانو لیدنه

سه شنبه دمرغومې ۹مه ۱۳۹۹

دصنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني او ورسره پلاوي ، چې پاکستان ته یې د افغانستان ـ پاکستان دسوداګرۍ او ترانزیټ دهمغږۍ کمیټې په اتمه ناسته اپتیکا کې، دګډون په موخه سفر کړی، ددې هېواد دلومړي وزیر داقتصادي چارو له سلاکار او سوداګرۍ وزیر ښاغلي رزاق داوود سره وکتل.

په یاده غونډه کې دافغانستان او پاکستان ترمنځ دسوداګرۍ او ترانزیټ دپراختیا په اړه دخبرو تر څنګ دافغانستان ـ پاکستان دسوداګرۍ او ترانزیټ دهمغږۍ کمیټې دخبرو دپرمختګ په اړه بحث تر سره شو.

دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په مشرۍ،دافغانستان خصوصي اودولتي پلاوی له دوو ورځو راهیسې په اسلام آباد کې دی او یاد پلاوی دافغانستان ـ پاکستان دسوداګرۍ او ترانزیټ دهمغږۍ کمیټې ( اپتیکا) پر خبرو او له پاکستاني مقاماتو سره دافغان سوداګرو دستونزو په حل کولو بوخت دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو

د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون د جوزجان ولایت والي

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

BACK TO NEWS