قراردادونو د څرنګوالي او شرایطو په اړه لومړۍ ناسته

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۳ - ۱۲:۶
قراردادونو د څرنګوالي او شرایطو په اړه لومړۍ ناسته

دوشنبه : د کب ۲۳مه ۱۴۰۰

په هېواد کې د بهرنیو شرکتونو له خوا د پانګونې او قراردادونو د څرنګوالي په اړه د اړوندو وزارتونو ترمنځ لومړۍ تخنیکي غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال ښاغلی مولوی قدرت الله جمال په مشرۍ ترسره شوه.

په دې غونډه کې چې  دصنعت او سوداګرۍ  وزارت یو شمېر رئیسانو او د اړوندو ادارو استازوهم  ګډون درلود، د صنعت او سوداګرۍ مرستیال د کابینې د ۱۹ ګڼې پریکړه لیک د دریمې مصوبې د دریمې  مادې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د پانګونې جذب د هیواد په اقتصادي وده او پر ځان بسیا ينې کې مهم رول لري.

ورپسې د اړوندو اداراتو استازو په هېواد کې د پانګونې په موخه د بهرنیو شرکتونو د قراردادونو د شرایطو په اړه خبرې وکړاو خپل آندونه يې شریک کړل.

په پای کې پریکړه وشوه چې د هیواد ټول قوانین باید د ا.ا.ا  د پالیسیو سره سم جوړ شي.

د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې په نړۍ کې د پانګونې د جلبولو بهیر،د هغو سازمانونو، د خصوصي پانګونې په برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د فعالیتونو او په هېواد کې د پانګونې تاریخې بهیر په اړه د پانګونې د پراختیا ریاست له خوا پریزنټیشن وړاندې شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS