د چین هیواد په دوو نندارتونونو کې د افغانستان دسوداګریز شرکتونه ګډون

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۰:۴
د چین هیواد په دوو نندارتونونو کې د افغانستان دسوداګریز شرکتونه ګډون

پنجشنبه :دزمري۷مه ۱۴۰۰

 د افغانستان سوداګریزو او صادراتي شرکتونو د لانژو نړیوالې سوداګرۍ او پانګونې او د ورېښمو لارې سیاحت په نوم نندارتونو کې ګډون کړي او د هیواد صادراتي توکي یې نندارې ته ایښي، چې د لیدونکو د تود هرکلی سره مخ شول.

دهیواد شپږ سوداګریز-صادراتي شرکتونه د جولای د ۸ څخه تر۱۲ نیټې پوری د  لانژو سوداګرۍ او پانګوونې نندارتون چې د چین په ګانسو ولایت کې ترسره شو ګډون وکړ په شپږو غرفو کې یې د هیواد غالۍ،زعفران،ګاڼې اولاسي صنایع نندارۍ ته وړاندې کړي.

همدارنګه د افغانستان په استازیتوب شپږو صادراتي سوداګریزو شرکتونو  د ورېښمو لارې د۲۰۲۱ په سیاحتی نندارتون کې برخه اخیستې وه ، چې د جولای له ۱۶ تر18 پورې د شانشي ولایت په ژیان ښار کې ترسره شوه په دې نندارتون کې ، یادو شرکتونو په څو غرفو کې  کې د هیواد صادراتي توکي لکه غالۍ ، زعفران ، ګانې او لاسي صنایعي نندارې ته وړاندې کړې ، چې د لیدونکو لخوا يې تود هرکلی شوی او ښه وپلورل شوول .

د صنعت او سوداګرۍ وزارت دسوداګریزۍ استشي دفتر د چین هیواد په دې دوه نندارتونونو کې د هیواد د سوداګریز صادراتي شرکتونو دګډون لپاره زمینه برابره کړې.

همدا راز په یادو نندارتونو کې ګډون کونکو  شرکتونو خپل ډیری محصولات وپلورل او چینایي پانګوالو او سوداګریزو شرکتونو سره یې ډیری سوداګریزو تړونونه هم لاسلیک کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS