د چارو د تنظیم په قانون کې د وړاندیز شوو تعدیلاتو نهایی کیدل

یکشنبه دوري۱۵ مه 1400
د چارو د تنظیم په قانون کې د وړاندیز شوو تعدیلاتوپه اړه نن دصنعت او سوداګرۍ وزارت دشهید سید مصطفی کاظمي دکنفرانسونوپه تالارکې دیاد وزارت دوزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په مشرۍ او دافغانستان دفدراسیون خونودمدیره پلاوي دریس محمداسماعیل غضنفر، دافغانستان دسوداګرۍ او پانګونې خونو دمدیره پلاوي ریس توکل احمدیار،دافغانستان دصنایعو او سوداګرۍ خونو دپلاوي ریسې افسانه رحیمی،دافغانستان دکرنې او مالدارۍ خونو دمدیره پلاوي ریس خانمحمد فروتن، دافغانستان دکسبګرو او هټیوالو خونو دمدیره پلاوي ریس نورالحق عمری ، دافغانستان دمعدن او صنایعو خونو دعامل پلاوي ریس رحیمالله سمندر،په افغانستان کې دنړیوالې سوداګرۍ خونې دعامل پلاوي ریس حجتالله فضلی،په افغانستان کې دنړیوالې سوداګرۍ خونې دعامل پلاوي اجرایوي ریس عبدالقدیر بهمن اودسکتوري خونو او فدراسیونونو درهبرۍ یو شمیر غړو په ګډون تر سره شوه.
پدې غونډه کې ، هغه اختلافي موارد چې په تیرو شپږو غونډو کې نه وو حل شوي ، د فدراسیون او سکټوري غړو لخوا د رایو په اکثریت سره حل شول.
د غونډې په پیل کې ، د صنعت او سوداګرۍ وزیر د فدراسیون او سوداګرۍ خونې ترمینځ د همغږۍ رامینځته کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې یوې اجماع او هوکړې ته رسیدل ،دچارو د تنظیم په برخه کې دي د خصوصي سکتورپه ګټه دي او زیاته یې کړه چې د دې قانون په نهایی کولو سره په هیواد کې د صنعت او سوداګرۍ پراختیا لپاره یو مهم ګام اخیستل شوی.