د هرات ولایت سوداګرو او صنعت کارانو سره د صنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیر لیدنه

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۱ - ۱۰:۲۹
د هرات ولایت سوداګرو او صنعت کارانو سره د صنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیر لیدنه

دو‌شنبه ۱۳۹۹ کال د تلۍ ۲۱مه

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني د هرات ولایت د صنایعو او معادنو خونې رئیس ښاغلي حمیدالله خادم، رهبری هئیت او صنعت کارانو سره دیاد وزارت د مقام د کنفرانسونو په تالار کې ولیدل او د هغه ولایت د پانګونې په فرصتونو او صنعتي ښارګوټو په عمده ستونزو يې خبري وکړي .

په دې لیدنه کې ښاغلي حمیدالله خادم د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست او نوماند وزیر په توګه د ښاغلي نثاراحمد غوریاني د ټاکلو مبارکې وویله او د هرات ولایت د صنعتي ښارګوټو د عمده ستونزو یادونه یې وکړه .

نوموړي د کانالازیسیون نشتوالي،د سرکونو خاموالي،د ښارګوټي په ټولو فازونو کې د امنیت نشتون،د فابریکو د ضروت وړ بریښنا نشتوالي او د ښارګوټي د څلورخواوو د احاطې نشتوالي ددي ښارګوتي د عمده ستونزو څخه وبلل.

په دی لیدنه کې ښاغلي سید خلیل قتالی د هرات ولایت د صنایعواومعادنو د اطاق معاون وویل د هرات ولایت د څلورم فاز د بنیادونو قیمت ددی ولایت د صنعت کارانو په وړاندي یوه بله ستونزه ده او هیله مند یو چې د وزارت نوي رهبري د دي قیمتونو کمولو ته پاملرنه وکړي .

د غونډې په دوام د یاد ولایت د ستونزو شریکولوڅخه ښاغلی نثاراحمد غوریاني خوښي وښوده او وي ویل،د هرات ولایت د صنعتی ښارګوټي ټولې ستونزي پیژندل شوي دي او حل به شي نوموړي زیاته کړه، د هرات ولایت دصنعتی ښارګوټي د څلورم فاز د ستونزو په حل کار روان دي او په نږدي راتلونکې کې به دا ستونزه حل او صنعت کارانو ته به ددي فاز د ځمکی ویش پیل شي

د هرات ولایت صنعتي پارکونه په ۱۳۸۳ کال د ښار په جنوب کې تاسیس او اوس تر ۳۰۰ زیاتي صنعتي او تولیدي فابریکې په کې فعالیت ترسره کوي .

د هرات ولایت صنعتي پارکونه د افغانستان د مهمو صنعتي پارکونو څخه دي چې د مختلفو هیوادونو زیات شمیر پانګوالو په دي صنعتي پارکونو کې پانګونه کړ‌ې ده .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS