د هرات ولایت دسوداګرۍ او پانګونې د خونې رهبرۍ پلاوي سره د صنعت او سوداګرۍ وزیرلیدنه

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۱۸:۳۰
د هرات ولایت دسوداګرۍ او پانګونې د خونې رهبرۍ پلاوي سره د صنعت او سوداګرۍ وزیرلیدنه
دوشنبه د سلواغې۲۰ مه ۱۳۹۹
دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثارا حمد غوریانې هرات ولایت ته دخپل سفر پر محال دهرات ولایت دصنایعو او کانونود خونې له رهبری پلاوی سره ولیدل او د یاد ولایت د سوداګرو او پانګوالو د شته فرصتونو او ستونزو په هکله يې خبري وکړې.
د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه د صنعت او سوداګرۍ وزیراو ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د یاد ولایت د سوداګرو او پانګوالو بیلابیلې ستونزې اوننګونې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه سره شریکې او د حل په موخه یې د مرستي غوښتونکې شول.
د یادې خونې مشرتابه همدا راز وویل چې د هرات ولایت کې د پانګونې ښه فرصتونه شتون لري لازمه ده چې د سوداګریز برنډ د ثبت لپاره اسانتیاوي رامنځته شي، تر څو سوداګر وکولاي شي خپل سوداګریز برنډونه ثبت کړي.
ښاغلي غوریاني د هرات ولایت د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو او ننګونو د اوریدلو ترڅنګ وویل په سوداګرۍ وزارت کې د کار پیل سره يې هڅه کړي تر څو هرډول ستونزي چې د سوداګریزو چارو د ځنډ سبب ګرځې وڅاري او حل يې کړی.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر زیاته کړه چې دې وزارت په افغانستان کې د سوداګرۍ د ښه والي کاري ډله رامنځته کړې او دا ډله به ولایاتو ته د سفرونو په ترڅ کې د خصوصي سکتور پروړاندې پرتو ستونزو او ننګونو په هکله خبري اتري وکړي او هڅه کوي ترڅو ننګونې په مناسبو صنعتي او سوداګریزوفرصتونو بدلې کړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو

د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون د جوزجان ولایت والي

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

BACK TO NEWS