د میرمنو دسوداګرۍ ملي اجنډا څخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت ملاتړ

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۸:۵۴
د میرمنو دسوداګرۍ ملي اجنډا څخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت ملاتړ

 یکشنبه:دچنګاښ۲۰مه ۱۴۰۰

د افغانستان دمیرمنو دسوداګرۍ او صنایعو د خونې رهبرۍ پلاوي د صنعت او سوداګرۍ  وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني سره په کتنه کې، د ښځو د سوداګرۍ ملي اجنډا شریکه کړه او د دې اجندا دپلی کولو، ستونزوحل کولو،د میرمنو دصنعت او سوداګرۍ ودې او پراختیا په هکله د اسانتیاوې په  رامنځته کولو کې د دې وزارت د همکارۍ غوښتونکې شول .

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسې منیژی وافق وویل چې د ښځو د سوداګرۍ دملي اجنډا موخه د افغان میرمنود سوداګرۍ وضعیت ،د دوی پروړاندې ننګونواو ستونزو په حل کې د یومرجع په توګه ګته اخیستنه ده .

 اغلې وافق زیاته کړه چې دا اجنډا د هیواد په ټولو ولایتونو کې د ښځینه سوداګرو او صنعت کارو،سره د دوی د ستونزو، ننګونو او فرصتونو په اړه د خبرو اترو پراساس جوړه شوي ده او د دوی د ستونزو په حل کولو، سره به د دوی په فعالیتونو کې د پام وړ پرمختګ څرګند شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په افغانستان کې د ښځو لپاره د ملي اجنډا څخه د دملاتړ په ترڅ کې  وویل چې دغه وزارت به د ښځینه سوداګرو د ستونزو په حل کولوکې بشپړه همکاري وکړي.

 ښاغلي غوریاني  زیاته کړه چې دا وزارت د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ د سوداګرو او صنعت کارو میرمنود ستونزو حل او دوی ته نوو فرصتونه رامینځته کولوکې ګډي هڅې کوي.

د ښځینه متشبثینو د سوداګرۍ ودې او پراختیا لپاره د وزارت پلانونو ته په اشارې سره ،د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل چې په صنعتي پارکونو او همدارنګه په کورنیو او بهرنیو نندارتونونو کې يې میرمنو ته ځانګړې برخه په نظر کې نیولي،

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي د ښځینه سوداګرو او صنعتکارانو د ونډې او فعالیتونو په پام کې نیولو سره د دوی ستونزې حل او د دوی لپاره نوي فرصتونه برابر کړی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

BACK TO NEWS