د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګلهدېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه
شنبه، ۵ شعبانالمعظم ۱۴۴۷ / ۴ دلو ۱۴۰۴
(BKMEA) (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګلهدېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه اتحادیه د نړۍ لسګونو هېوادونو ته صادرات لري او د نړیوالو معیارونو سره سم د ټوکر په تولید کې مهم رول لوبوي.
د لیدنې پر مهال بنګلهدېش ته د افغانستان د پنبي پر صادراتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامدارې سوداګرۍ پر پراختیا هر اړخیز بحثونه وشول. د بنګلهدېش د ټوکر تولیدوونکې او صادروونکې اتحادیې د افغانستان د پنبې د را نیولو او د دوامداره سوداګریزو اړیکو د جوړولو لپاره خپله خوښي او لیوالتیا څرګنده کړه.
ښاغلي زاهد په خپلو خبرو کې وویل، افغانستان د لوړ کیفیت طبیعي پنبه لري. که د پروسس او معیارونو په برخه کې پانګونه وشي، کولای شي چې د سیمې او نړۍ په بازارونو کې خپل ځانګړی ځای ومومي. نوموړي بنګلهدېشي تجارانو او فابریکه دارانو ته بلنه ورکړه چې له افغان سوداګرو سره مستقیمې اړیکې جوړې کړي او د ګډو همکاریو له لارې دواړو لورو ته ګټه ورسوي.
