د صنعت او سوداګرۍ وزیر: د خصوصي سکتور د سوداګرۍ ، ترانزیت او صنعتي ستونزو حل زموږ لومړیتوب دی

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۱۷:۳۴
د صنعت او سوداګرۍ وزیر: د خصوصي سکتور د سوداګرۍ ، ترانزیت او صنعتي ستونزو حل زموږ لومړیتوب دی
چهارشنبه د کب ۱۳ مه ۱۳۹۹
د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني له ننګرهار ولایت څخه لیدنه وکړه او په ولسي جرګه کې د ننګرهار د دخلکو له استازو ، کسبګرو او يو شمير چارواکو سره په کتنه کې وویل چې د خصوصي سکتور او د ننګرهار پانګوالو د سوداګرۍ او ترانزیتي ستونزو حل د دې وزارت لومړیتوب دی .
ښاغلي غوریاني زيانته کړه چې جلال اباد ته دده د سفر موخه د خصوصي سکتور ستونزې او ننګونې څيړل او په دې ولایت کې د پانګونې فرصتونه ترلاسه کول او له خصوصي سکتور سره سلا مشورې کول او په نوي افغانستان کې د دوی نظریات او وړاندیزونه شاملول دي. د ترانزیت او سوداګرۍ تړون ‌د پاکستان سره دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر همدارنګه وویل چې د دې لیدنې په ترڅ کې به د تورخم ګمرک کې د سوداګرو ګمرکي ستونزې وڅیړي او د دوی نظرونه به ترلاسه کړي ، دوی به د دولتي بنسټونو له چارواکو سره د دوی د ستونزو حلولو پر لارو چارو بحث وکړي. په دې ناسته کې صنعتکارانو ، سوداګرو او په پارلمان کې د ننګرهار ولایت استازو په داسې حال کې چې د جلال اباد ښار ته د صنعت او سوداګرۍ وزیر ته ښه راغلاست وویل ، د خصوصي سکتور په وړاندې پرتې ستونزې او ننګونې یې د صنعت او سوداګرۍ وزیر سره شریکې کړې او د هغوی نظریات یې هم څرګند کړل د افغانستان - پاکستان د ترانزیت - سوداګرۍ تړون وړاندې شو. د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني د ننګرهار خصوصي سکتور ستونزې او ننګونې او د اپټا په اړه د هغوی نظریات ترلاسه کولو پرمهال وویل چې د وزارت رهبري د ولسمشر د ځانګري هدایت پربنسټ به ددوی دستونزو په حل کی هر راز مرسته وکړی

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS