د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د بلخ ولایت له یو شمېر صنعتکارانو سره وکتل

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۷:۳۸
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د بلخ ولایت له یو شمېر صنعتکارانو سره وکتل

جمعه 4 ذوالقعدة الحرام 1446 / 12 ثور 1404

نن د جمعې په ورځ له غرمې مخکې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد، ور سره مل پلاوي او د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست رئیس د بلخ ولایت په صنعت او سوداګرۍ ریاست کې له یو شمېر صنعتکارانو سره وکتل.

غونډه د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، او وروسته ښاغلي زاهد صنعتکارانو ته په دې برخه کې د لا ډېري پانګوني توصیه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې افغانستان هغه مهال اقتصادي پرمختګ کولی شي چې د مصرفي هېواد په ځای په یو صادراتي هېواد بدل شي، او دا هدف هغه وخت ترلاسه کېدای شي چې د صنعت په برخه کې پر مخ لاړ شو.

ښاغلي زاهد یادونه وکړه چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس په بلخ ولایت کې شل زره جریبه صنعتي ځمکه منظوره شوې او په دغه ولایت کې کافي برېښنا هم موجوده ده. بناءً د بلخ ولایت د صنعتي پراختیا لپاره تر نورو ولایتونو غوره شرایط لري.

وروسته ښاغلي زاهد د صنعتکارانو ستونزې په غور سره واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د هغوی د ستونزو د حل لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي. هغه زیاته کړه، کومې ستونزې چې د نورو ادارو اړوند دي، له اړوندو مراجعو سره به یې شریکې کړي.

په پای کې، صنعتکارانو د مولوي زاهد د ورتګ هرکلی وکړ، خپله خوښي یې څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د صنعت په پرمختګ کې به له هېڅ راز هڅو څخه دریغ ونه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS