د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ترکیې ته په سفر لاړ

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۰
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ترکیې ته په سفر لاړ

سه شنبه ۲۴ جمادی الاول ۱۴۴۶ / ۶ لینډی ۱۴۰۳

د ا.ا.ا.د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن سه شنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ(قوس) په ۶مه نېټه له مل پلاوي سره د (استانبول حلال ۲۰۲۴ )نندارتون په پرانیست غونډه کې د ګډون په موخه د ترکیې جمهوریت ته په سفر ولاړ.

دغه نړیوال نندارتون به د ۲۰۲۴زېږدیز کال د نوامبر له ۲۷مې تر دېرشمې ( د ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ له ۶ مې تر ۹ مې) د ترکیې په استانبول ښار کې جوړ شي او ټاکل شوې ده چې د ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزیر ددې نندارتون په پرانیست غونډه کې وینا او د نندارتون په اړونده نورو پروګرامونو کې هم ګډون وکړي.

د یادونې وړ ده چې پدې نندارتون کې به د افغانستان د خصوصي سکتور تر ۳۰ تنو زیات استازي د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د محترم سرپرست ملتیا وکړي او د افغانستان محصولات او تولیدات به د غالیو،قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، وچو میوو او بانکدارۍ په سکتورونو کې په اتو بېلو بېلو غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي.

 د ا.ا.ا.د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د ترکیې هېواد ته تر خپل سفر وړاندې د خپل دغه سفر او د هغه ځای د پروګرامونو په اړه د هېواد رسنیو ته معلومات ورکړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو

د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون د جوزجان ولایت والي

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

BACK TO NEWS