د بامیانو په ولایت کې د لاسي صنایعو، د ګنډلو او غالیو اوبدلو ګډ روزنیز مرکز پرانیسته

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۰:۲۳
د بامیانو په ولایت کې د لاسي صنایعو، د ګنډلو او غالیو اوبدلو ګډ روزنیز مرکز پرانیسته

سه شنبه ۲ شعبان المعظم ۱۴۴۵ / ۲۴ سلواغه ۱۴۰۲

د بامیان ولایت په دوو ولسوالیو کې د یو میلیون یورو په ارزښت د لاسي صنایعو، خیاطۍ او غالیو اوبدلو د زده کړې ګډ مرکز د یاد ولایت د والي ښاغلی مولوي عبدالله سرحدي، د بامیانو ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست رئیس ښاغلي حافظ نورزی امین زاده، یو شمیر دولتي مسئولینو او علماوو په ګډون د اکتید مؤسسې په دفتر کې پرانیستل شو.

دا پروژه د اروپایي اتحادیې لخوا د لاسي صنایعو او د کورني تولیداتو د ودې او ملاتړ په موخه  تمویل شوې چې د اکتید مؤسسې په مرسته به د ۲۰۰ تنو نارینه او ښځینه  زده کوونکو لپاره د شیبر، سیغان ولسوالو  او بامیانو ولایت په مرکز کې پلي شي.

د یادونې وړ ده چې د بامیانو ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همغږۍ به د اکتید مؤسسې فعالیتونه د درې کلونو لپاره په شیبر، سیګان، یکاولنګ نمبر۱ او د بامیانو ولایت په مرکز کې د صنعت او کورني تولید په موخه دوام ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۰:۲۴
Background image

د یو بار مصرف کاغذي توکو صنعتکارانو سره لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د یو بار مصرف کاغذي توکو د مسؤلینو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۹:۶
Background image

د کالیو مینځلو مسؤلینو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر ښاغلي قدرت الله جمال د کالیو مینځلو له مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال د کالیو مینځلو د صنعت د ودې په برخه کې د دوۍ کړنې وستایلې

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۱:۵۸
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د چارو ادارې د پانګونې له رئيس سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدين عزيزي د چارو ادارې د پانګونې د اسانتيا له رئيس انجينر احمد ضيا خالد او مل پلاوی سره په خپل کاري دفتر کې وليدل

BACK TO NEWS