د ایران او افغانستان تر مینځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په تړاو ناسته

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۳:۵
د ایران او افغانستان تر مینځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په تړاو ناسته

شنبه ۱۰ رجب المرجب ۱۴۴۶ / ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، په کابل کې د ایران له سفیر ښاغلي علي رضا بیگدلي سره لیدنه وکړه.

پدې لیدنه کې د دواړو هېوادو تر مینځ د سوداګریزې راکړې ورکړې او اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د لارې نقشې د لاسلیک، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د اعتماد جوړونې پر اړتیا، د ترانزیتي تعرفو پر کمښت، له ریل پټلۍ سره د چاه بهار بندر پر نښلولو ، ګمرکي تعرفو او بانکدارۍ بحث وشو.

همدارنګه پدې ناسته کې دواړو لوریو د خپلو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادو تر مینځ د سوداګرۍ د زیاتوالي او لا زیاتو لیدنو کتنو په اړه یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو

د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون د جوزجان ولایت والي

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

BACK TO NEWS