د افغانستان او اوزبیکستان د ګډ سوداګریز ښار څخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین لیدنه

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۷:۳۵
د افغانستان او اوزبیکستان د ګډ سوداګریز ښار څخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین لیدنه

پنجشنبه 3 ذوالقعدة الحرام 1446 / 11 ثور1404

نن پنجشنبه، د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، په ترمز کې د افغانستان قونسل، د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس او ورسره مل پلاوي د اوزبیکستان په ترمز ښار کې د افغانستان او اوزبیکستان د ګډ سوداګریز ښار څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې، ښاغلي زاهد د افغان سوداګرو ستونزې په دقت واورېدې په داسي حال کې چې د مشترک بازار لپاره د اوزبیکستان خاص استازی هم موجود وو او ژمنه یې وکړه چې دغه ستونزې به د اړوندو مراجعو سره شریکې کړي، ترڅو د سوداګرۍ لپاره یو غوره چاپېریال رامنځته شي.

ښاغلي زاهد د خبرو پر مهال څرګنده کړه چې په راتلونکې مې میاشت کې به د اوزبیکستان لوړ پوړی هیئت کابل ته سفر وکړي. او دواړه هېوادونه به د ګډ سوداګریز بازار د پراختیا، د ترانزیتي لارې پر پیاوړتیا، او د متقابلو اقتصادي ګټو د زیاتېدو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د دې همکارۍ دوام به د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګریز باور د لا ټینګښت سبب شي او د سیمې د سولې او ثبات لپاره به یو مثبت پیغام ولري.

په دې لیدنه کې، ښاغلي زاهد د سوداګرو لپاره د هغه صنعتي سیمو د فرصتونو په اړه بشپړ معلومات ور کړ کوم چې په تیرو څو میاشت کې د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري دَ صنعت له پاره ځانګړې شوه. او له افغان سوداګرو څخه یې وغوښتل چې په کور د ننه د صنعت په برخه کې پانګونه وکړي، ترڅو نه یوازې د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه شي، بلکې د هېواد په سیمه ییزه کچه د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې یو مهم رول لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو

د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون د جوزجان ولایت والي

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

BACK TO NEWS