د افغانستان اوپاکستان د خصوصي سکتور ترمنځ پرګډې پانګونې  ټینګار او ژمنتیا

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۸:۳۸
د افغانستان اوپاکستان د خصوصي سکتور ترمنځ پرګډې پانګونې  ټینګار او ژمنتیا

 یکشنبه دچنګاښ ۲۰ مه ۱۴۰۰

 د افغانستان – پاکستان د خصوصي سکتورترمنځ دسوداګريزوخبرو اترو آنلاین ناسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین محمد سليمان بن شاه ، د هیواد خصوصي سکتور استازو ، د افغانستان – پاکستان د صنعت او سوداګرۍ  ګډ ې خونې  او د دواړو خواوود خصوصي سکتور د فرصتونو په اړه غونډه ترسره شوه

 دغه ناسته ، چې د پاکستان په پیښور کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګريزې اتشې دفتر لخوا جوړه شوې وه ، د اقتصادي ودې په ګټه ، د ټوکر ، روغتیا يي خدماتو ، لمریزې انرژۍ ، سمنټو او د شکر په برخو کې د ګډ کارونوپه ترسره کولو  ټینګار وکړ.

 محمد سلیمان بن شاه په افغانستان کې د پانګونې لپاره د پاکستان د خصوصي سکتور ګټو ته ښه راغلاست وویل ، اوس د دواړو هیوادونو د پانګوالو لپاره غوره فرصت دی چې په ګډه په مختلفو سکتورونو کې پانګونه وکړي.

 ښاغلي بن شاه دا هم وويل چې د دواړو هیوادونو د حکومتونو مشرتابه د  اپټا تړون د بیاکتنې ، تعدیل او لاسلیک لپاره هڅې کوي او په دې اړوند يې ناستې کړي  چې ډیر ژر به د دغه تړون په لاسلیکیدو سره د دواړو هیوادونو سوداګر د مرکزي آسیا او سویلي آسیا بازارونو ته لاسرسی ولري

 دغه راز په دې ناسته کې په افغانستان کې د پانګونې نوي فرصتونه له پاکستاني پانګوالو سره شریک کړل او دوی د دواړو هیوادونو تر منځ په بیلابیلو سکتورونو کې په ګډ وکارونو کې خپله علاقه مندي څرګنده کړه.

 دا په دداسې حال کې ده چې په هیواد کې په بیلابیلو سکتورونو کې د پانګوونې راجلبولو لپاره ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سیمې او نړۍ پانګوالو سره د سوداګرۍ اوپانګونې خبرې پیل کړي ، او په دې خبرو کې ، په سیمه کې پانګوالو لپاره په مختلفو سکتورونو کې د  پانګونې فرصتونه برابرشوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

BACK TO NEWS