دهواىي دهلىزونو له لارې په هېواد کې دصادراتو دکجې په اړه دصنعت او سوداګرۍ وزارت اعلامىه

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۶ - ۱۵:۳۱
دهواىي دهلىزونو له لارې په هېواد کې دصادراتو دکجې په اړه دصنعت او سوداګرۍ وزارت اعلامىه

د زمري 20مه 1399

دکرونا وىروس له خپرىدو وروسته دنړۍ هىوادونو له دغه وىروس څخه دخوندىتوب په موخه احتىاطي تدابىر ونىول جې له کبله ىې دهېوادونو ترمنځ سوداګرىزې او ترانزىتي راکړې ورکړې ترټولو ټىټې کجې ته را ټيټې شوې په دې کې افغانسان هم له دې څخه مستثنى نه وو

له نورو هىوادونوسره دافغانستان سوداګرىزې اړىکې د روان کال دوري او غواىي مىاشتو په موده کې تر ټولو ټيټې کجې ته را ولوېدې خو حکومت له دې کبله جى کوىد 19 ستونزه ىوه داسې ستونزه ده جې په لنډ وخت کې ىې مهارول ګران کار دى ىو شمېر تصامىم ونىول.

او په دې ترڅ کې يې له خصوصي سکتور سره په نژدې همکارۍ دسې اونړۍ له هېوادونو سره له سره سوداګرۍ او ترانزىټي اړىکو ته زمىنه برابره کړه.

له نىکه مرغه جې دافغانستان او نړۍ ترمنځ اوس سوداګرىزې راکړې ورکړې په ښه ډول پر مخ ځي دافغانستان دصادراتو کجه دهواىي دهلىزونو له لارې دروان مىلادي کال په لومړىو اوو مىاشتو کې دتىر کال دهمدې مودې په پرتله 29 سلنه او دهغې 17 سلنه زىاتوالى ښىي.

دىادونې وړ ده جې له هند او عربي اماراتو سره دهواىي دهلىزونو له لارې صادرات عادي حالت ته را ګرځىدلي دي او تمه ده جې له نورو هىوادونو سره هم ژر تر ژره پىل شي.

لکه څنګه جې ښودل شوي په سنتي ډول دصادراتو فصل دمالي کال له دوهمې نىمايي څخه پىل او دکال تر پاىه خپل اوج ته رسىژي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو

د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون د جوزجان ولایت والي

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

BACK TO NEWS