ددولتي تصدیود بیا فعالېدواو مډرنیزه کېدوپه موخه دصنعت او سوداګرۍ وزارت هڅې

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۶ - ۹:۵
ددولتي تصدیود بیا فعالېدواو مډرنیزه کېدوپه موخه دصنعت او سوداګرۍ وزارت هڅې

یکشنبه: دلړم ۲۵مه ۱۳۹۹

دکندهاردنساجي تصدۍ عالي شورا غونډه تر سره شوه. دغه غونډه چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر، ښاغلي نثار احمد غوریاني یې مشري کوله، دکندهار دنساجۍ دتصدۍ ریس ښاغلي هدایت الله اجواد او داقتصاد، مالیې وزارتونو استازو پکې ګډون کړی وواو دیادې فابریکې په ستونزو یې خبرې وکړې.

په دغه غونډه کې ښاغلي غوریاني په هېواد کې ددولتي تصدیو پر بیا فعالېدو ټینګاروکړاو زیاته یې کړه چې دکندهار دنخ اوبدلو یاده تصدۍ باید بیا فعاله او په نویو ماشینونو سنباله شي تر څوپه یاده فابریکه کې دخلکو لپاره دکار او ګټې زمینه برابره شي.

ښاغلي غوریاني دخپلو خبرو په ترڅ کې وویل، پکار ده چې دهېواد ټولې دولتي تصدۍ،کومې چې په صنعت او سوداګرۍ وزارت پورې اړه لري له نږدې وکتل شي او وروسته یې دماشینونو دنوي کولو لپاره لازم تصمیمونه ونیول شي.

دکندهار ولایت دنخ اوبدلو او نخي ټوکر دتولید فابریکه په هېواد یوه لویه تصدي ګڼل کېدله، چې اوس دصنعت او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي، ترڅو یاده فابریکه بېرته له سره خپل فعالیت پیل کړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS