تر دې وروسته به هر ډول کاري جوازونه له یو واحد مرکز څخه په دریو ساعتونو کي ترلاسه کېږي

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۶/۸ - ۱۵:۵۳
تر دې وروسته به هر ډول کاري جوازونه له یو واحد مرکز څخه په دریو ساعتونو کي ترلاسه کېږي

چهارشنبه مورخ ۰۵ سنبله ۱۳۹۹

د چهارشنبې په ورځ په صنعت او سوداګرۍ ریاست کي د جوازونو د ترلاسه کولو، نوي کولو او تمدیدولو په موخه د جواز خدمتونو واحد مرکز (One Stop Shop) پرانیستل سو، چي پرانیستنه کي یې د کندهار والي حیات الله حیات ترڅنګ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري عمومی رئيس، محمد مصطفی مجیدیار، د مالکیت او فکری رییس محترم ظاهری، سوداګرۍ خوني او صنایع او معدن خوني مسؤلینو، سوداګرو او صنعت کارانو برخه اخیستې وه.

تمدیدولو پ

کندهار والي حیات الله حیات د خپلو خبرو پر مهال د یاد مرکز په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، د جواز خدمتونو مرکز له خصوصي سکټور سره د ولایتي ادارې د سوې ژمني پر اساس پرانیستل کېږي، چي په مرسته به یې د بیروکراسۍ او فساد مخه نیول سوې او مراجعینو ته به خورا زیاتي آسانتیاوي رامنځته سي.

وروسته د صنعت او سوداګرۍ مالي او اداري عمومی رئيس مصطفي مجیدیار د جواز خدمتونو واحد مرکز په اړه خبري وکړې او ویې ویل، دغه مرکز د کندهار ولایتي ادارې د سالمو وړاندیزونو په لړ کي د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په موخه پرانیستل کېږي. مجیدیار یادونه وکړه، مخکې به د جواز ترلاسه کولو لپاره ځیني چاري په کابل کي ترسره کېدې، چي تر دریو میاشتو پورې به یې وخت نیوي، خو دغه مرکز، چي د خدماتو وړاندي کولو مختلفي شعبې لري، د دریو ساعتونو په موده کي د مراجعینو ټولي چاري ترسره کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image

BACK TO NEWS