په کابل کې دامریکا دسفارت له مرستیال سره دصنعت او سواګرۍ وزیر لیدنه

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۱۷:۱۰
په کابل کې دامریکا دسفارت له مرستیال سره دصنعت او سواګرۍ وزیر لیدنه
پنجشنبه : دسلواغې ۲مه ۱۳۹۹
دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني دخپل کار په دفتر کې د امریکا دمتحده ایالاتو دسفارت له مرستیال ښاغلي مک کری سره وکتل او په بیلا بیلو موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.
په دغه لیدنه کې ښاغلي غوریاني دامریکا دمتحده ایالاتو له دوامداره مرستو څخه مننه وکړه او په بیلابیلو برخو کې یې دیادو مرستو ددوام غوښتنه وکړه.
په دغه لیدنه کې دصنعت او سوداګرۍ وزارت په نویو برنامو ، دصنعت او سوداګرۍ پر پراختیا ،دافغانستان پرځان بسیاینې، د سوداګرۍ او ترانزیټ نوې لارې او دافغانستان او متحده ایلاتو تر منځ دسوداګریزو اړیکو پر پراختیا بحثونه تر سره شول.
دامریکا دسفارت مرستیال ښاغلي مک کري په خپل خبرو کې وویل چې هېواد یې دافغانستان دخلکو په څنګ کې ولاړ دی او په بیلابیلو برخو کې به خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
ښاغلي کری په دغه لیدنه کې دصنعت او سوداګرۍ وزارت له نویو برنامو څخه هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې دپلي کېدو په برخه کې یې هرډول همکارۍ ته چمتو دی.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال د بنګله دېش هیواد د نړیوال سوداګریز نندارتون لیدنه وکړه

تېره ورځ په ډاکه کې د ۳۰م نړیوال سوداګریز نندارتون په څنډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي احمدالله زاهد د بنګله دېش هیواد د صادراتو

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

BACK TO NEWS