د ترکیې هېواد له پانګوالو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین لیدنه

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۹:۲۸
د ترکیې هېواد له پانګوالو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین لیدنه

دوشنبه 18 ربیع الثانی 1446 / 30 میزان 1403

د ا.ا. ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي احمدالله زاهد  د دوشنبې په  ورځ  د تلې( میزان) په ۳۰ مه  د ترکیې هېواد له یو شمېر عالمانو او پانګوالو سره د یاد وزارت د معینیت په تالار کې وکتل.

پدې لیدنه کې ترکي پانګوالو د افغانستان د انرژۍ او سړک جوړونې په سکتورونو  کې له پانګونې سره لیوالتیا وښوده  او د افغانستان د کرهنې په سکتور کې د  پانګونې  د فرصتونو د شریکولو غوښتونکي شول.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د هغوی د خبرو په اوریدو  دوی ته د پانګوالو د امنیت له پلوه په بشپړ ډول ډاډ ورکړ   او له هغوی سره یې د یاد

وزارت د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۳:۷
Background image

د افغاني او ترکي سوداګرو ترمینځ ګډه سوداګریزه ناسته جوړه شوه

د افغاني او ترکي سوداګرو تر مینځ ګډه سوداګریزه ناسته د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي او د ترکیې هېواد د سوداګرۍ وزارت معین او د جمهوري. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۵:۵۶
Background image

د ترکیې جمهوریت له تاریخي او مډرنې مطبعې څخه لیدنه

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر محترم الحاج نورالدین عزیزی له مل پلاوي سره په ترکیه کې د خپلو لیدنو او کتنو په دوام د دغه هېواد له تر ټولو پخوانۍ او تاریخي. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

د ترکیې د بهرنيو اقتصادي اړیکو شورا له غړیو سره لیدنه کتنه

د ا.ا.ا. د صنعت او سوداگرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، له خپل مل پلاوي سره د سوداګرۍ او سیمه ییزو همکاریو د براختیا په موخه د ترکیې جمهوریت د بهرنيو اقتصادی اړیکو شورا له. . .

BACK TO NEWS