په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

anwar_admin
Sat, Jan 24 2026 11:06 AM
په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

جمعه، 4 شعبان المعظم 1447 / 3 دلو 1404

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو د بنګله‌دېش هیواد د سوداګریزې ټولنې سره صمیمانه مجلس وکړ.

په دې مجلس کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ B2B ناستې او مستقیمې سوداګریزې خبرې ترسره شوې او د سوداګرۍ په پراختیا، ګډې پانګونې، بازارموندنې او اوږد مهاله همکاریو پر فرصتونو بحث وشو.

ښاغلي زاهد د بنګله‌دېش حکومت او سوداګریزې ټولنې له تود هرکلي او مېلمه‌پالنې مننه وکړه او افغانستان یې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره یو باوري او پرانیستی بازار وباله. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا، د سوداګریزو پلاوو د تګ راتګ او د خصوصي سکتور د مستقیم تعامل پر ارزښت ټینګار وکړ.

دا ناسته د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او عملي مشارکتونو پر لور یو مهم ګام بلل کېږي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS