نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو
دوشنبه، 29 رجب المرجب 1447/ 29 جدی 1404
په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ ترتیب شوی، پيل شو.
په دې نندارتون کې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه نږدې ۵۰ غرفې جوړې شوې دي، چې پکې د خوراکي توکو، صنعتي تولیداتو، لاسي صنایع او درملو او طبي محصولات نندارې ته وړاندې شوي .
د نندارتون پرانيستلو په مراسمو کې د نیمروز د والي مرستیال، مولوي تورجان احمدي ګډون وکړ او د ګډونوالو هڅې یې وستایلې. هغه وویل چې دا ډول نندارتونونه د سیمهییز اقتصادي پرمختګ، د کورنیو صنعتونو د ودې او د افغان تولیداتو د بازار موندنې لپاره مهم فرصتونه برابروي د نیمروز د صنعت او سوداګرۍ د ریاست رییس، فضل محمد فاضل هم ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې ریاست به له تولیدونکو سره په بازار موندنه، د تولیداتو د کیفیت لوړولو او د سوداګرۍ په پراختیا کې هر اړخیز ملاتړ وکړي.
