په کندهار کې دپنبې دتولیداتو زیاتوالی

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۱ - ۱۵:۳۹
په کندهار کې دپنبې دتولیداتو زیاتوالی

یکشنبه: دلړم ۱۱ مه ۱۳۹۹

دهېواد په لویديځ کندهار ولایت کې دپنبې دکرکيلې دډېرېدو له کبله، هغو شرکتونو چې دپنبې دبسته بندۍ،دپنبه دانې دغوړیو، کنجاړې او صابون په تولید کې کار کوي، په خپلو تولیداتو کې زیاتوالی راوستلی دی.

اوسمهال دکندهار ولایت په شوراندام صنعتي پارک کې لږترلږه ۲۰ شرکتونه چې دخصوصي سکتوردپانګوالو پرمټ فعالیت کوي، دپنبې دبسته بندۍ، دپنبه دانې دغوړیو، کنجاړې او صابون دتولید په برخه کې فعالیت کوي.

دیادونې وړ ده چې ددوی دغه تولیدات په کور دننه،په کنداهر، هلمند، غزني، زابل او کابل ولایتونوکې پلورل کیږي، چې چمتو شوې پنبه بیا ګاونډي هېواد پاکستان ته هم صادریږي.

دغه شرکتونه چې خپل خام مواد دهلمند، فراه،کندهاراو زابل ولایتونوله کرنیزو ځمکو څخه ترلاسه کوي، کابو ۱۰۰۰تنو ته یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول دکار زمینه برابره کړې ده.

همداراز دهېواد په لویدیځ کې دپنبې دکرکیلې دډېرېدو له کبله، هغو شرکتونو چې په دې برخه کې فعالیت درلود، دخپلې لومړنۍ پانګونې په پرتله یې اوس په خپله پانګونه کې تریو میلیون امریکایي ډالرو پورې زیاتوالی راوستلی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

BACK TO NEWS