په کندهار ولايت کې دپي وي سي توکو فابريکې پرانيسته

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۸:۱۷
په کندهار ولايت کې دپي وي سي توکو فابريکې پرانيسته

شنبه دغوايي ۴ مه ۱۴۰۰

په کندهار ولايت کې دمحمود پښتون دپي وي سي توکوتوليدي فابريکه  چي ددغه ولايت په شور اندام صنعتي ښارګوټي کې موقيعت لري  شمالي سیمه کي موقعیت لري، دصنعت او سوداګرۍ وزير ښاغلي نثاراحمد غورياني په حضورکې  د یو ميلیون امریکايي ډالرو په پانګونې سره خپل نوی فعالیت پیل کړ.

د دې فابریکې مشر حاجي عبدالباري ورور وايي چي په ياده فابريکه يې لومړنۍ پانګونه۱۰۰زره امریکايي ډالره وه.

 او زياتوي چې ياده فابريکه  په ورځني ډول د ۵ ټنه پي وي سي او پولي ایتلین پایپ تولیدولو وړتیا لري.

 دمګړی په دې فابريکه کي د ۱۰۰ په شاوخوا کي کارکوونکي په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي.

ددغې فابريکې خام مواد په هيواد کې  دننه پیدا کیږي اوخپل توليدات په نورو ولايتونو سربيره  کندهار زابل، هلمند او ارزګان ولایتونوته استوي.

نثاراحمد غوریانی دصنعت او سوداګرۍ وزارت تل هڅه کړې چې دهېواد داقتصادي پرمختګ او صنعتي ودې په موخه دخصوصي سکتور لپاره لازمې اسانتياوي برابرې کي.

د دې کارخوني دپرانيستې په مراسموکې د صنعت او سوداګري وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني، په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو استازو, د سوداګرۍ او پانګوني خوني غړی خانجان الکوزی، د کندهار ولایت صنایعو او معدن خوني مشرتابه، د صنعت او سوداګرۍ رئیس علاؤالدین خان حمیدي او ګڼو صنعتکارانو ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS