په کابل کې د ترکیې له سفیر سره کتنه

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۹:۳۷
په کابل کې د ترکیې له سفیر سره کتنه

یکشنبه ۲۲ جمادی الاول ۱۴۴۶ / ۴ قوس ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، په کابل کې د ترکیې له سفیر محترم "جنک اونال" سره لیدنه وکړه.

پدې کتنه ترکیې ته د الحاج عزیزي د سفر او د استانبول د نړیوال حلال ۲۰۲۴  نندارتون په پرانیست غونډه او نورو پروګرامونو کې د هغه د ګډون او په ترکیه کې د افغانستان د پلاوي د لیدنو او ناستو په تړاو خبرې وشوې او نظرونه سره تبادله شول.

ټاکل شوې ده چې محترم الحاج نورالدین عزیزي د ترکیې جمهوریت په رسمي بلنه د استانبول حلال ۲۰۲۴ په نندارتون کې چې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د نوامبر له ۲۷مې تر دېرشمې نېټې په استانبول کې جوړیږي، ګډون وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۱۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د بنګله‌دېش هېواد د درملو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دېش هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د درملو له دوو سترو او پېژندل شوو تولیدي فابریکو. . .

BACK TO NEWS