په کابل کې د تاجکستان له سفیر سره دصنعت او سوداګرۍ وزير ليدنه

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۹ - ۹:۵۹
په کابل کې د تاجکستان له سفیر سره دصنعت او سوداګرۍ وزير ليدنه

سه‌شنبه د غویی ۷ مه۱۴۰۰

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني په کابل کې د تاجکستان له سفیر سعدي شریفي سره په خپل دفتر کې وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.

 په دغه غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د افغانستان او تاجیکستان تر منځ د ګډو سوداګريزو او ترانزیتي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

 ښاغلي غورياني همدارنګه تاجکستان د افغانستان د محصولاتو اوصادراتو لپاره یو له مهمو هیوادونو څخه و نوموه.

 له بلې خوا په افغانستان کې د تاجکستان سفیر سعدي شریفي د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د اړیکو د لا پراختیا په اړتیا ټینګار وکړ.

 د تاجکستان سفیر دا هم وویل چې په دې وروستيو کې د دواړو هیوادونو ترمینځ سوداګریزو اړيکو  وده کړې او دا به په اوږد مهال کې دواړدواړو هيوادونو ته ګټه ورسوي.

 په کابل کې د تاجکستان سفیر هم په افغانستان کې په بیلابیلو سکتورونو کې د پانګوونې په برخه کې د تاجک پانګوالو علاقه وستایله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS