په کابل کې دغاليو له بازار څخه د صنعت او سوداګرۍ وزير ليدنه

شنبه ۷ بار وړونکی ۱۴۰۰
دصنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني په کابل کې د غالیو له بازار څخه لیدنه وکړه ،په دغه ليدنه کې ښاغلي غورياني له غالیو پلورونکو سره د غالیو صادراتو د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وکړې.
په دې مارکېټ کې په لاس اوبدل شوې بیلابیل ډوله غالۍ چې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې تولید کیږي په ځانګړي توګه په بلخ ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې پلورل کیږي نندارې ته وړاندې شوې وې
دصنعت اوسودااګرۍ وزیر ښاغلي غورياني وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سږکال د نړۍ مختلفو هیوادونو ته د غالیو صادراتو زیاتوالي په موخه ځه اړړوند پلانونه تر لاس لاندې نيولې
ښاغلي غوریاني همدارنګه زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به په آلمان کې د غالۍ دایمي نندارتون او پلورنځی د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا د هیواد غاليو ته د بازارموندنې د پلور په موخه رامینځته شي.
دصنعت اوسوداګرۍ وزارت په مشرۍ د افغانستان د سوداګرۍ د ښه کولو کاري ګروپ هم د غاليود صنعت په وړاندې دننګولو او فرصتونوپه اړه نظرونه ووړاندې کړي او د نړۍ بیلابیلو هیوادونو ته د غاليو د صادراتو د زیاتوالي په څرنګوالي کار کوي.