په ټول هېواد کې د لومړنیو توکیو قیمتونه کنټرولېږي

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۹:۴۵
په ټول هېواد کې د لومړنیو توکیو قیمتونه کنټرولېږي

په ټول هېواد کې د لومړنیو توکیو قیمتونه کنټرولېږي

پنجشنبه 28 شعبان المعظم 1446 / 9 کب 1403

په ټول هېواد کې د بازارونو د وضعیت ارزونې او د لومړنیو توکیو د قیمتونو د کنټرول په موخه نن پنجشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د کب په نهمه نېټه تر غرمې وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي تر مشرۍ لاندې د هېواد د ولایتونو د بېلابېلو سوداګریزو صنفونو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اړونده رییسانو په ګډون ناسته ترسره شوه.

پدې ناسته کې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دصنعت او سوداګرۍ رییسانو پکې په آن لاین بڼه ګډون درلود، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست پدې ټکي ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت چارواکي باید د ولس د هوساینې او د خلکو د اړتیاوو د لیري کولو په موخه هلې ځلې وکړي.

محترم الحاج عزیزي زیاته کړه چې په تېرو کلونو کې د روژې په مبارکه میاشت کې د نورو هېوادو پر خلاف دلته د لومړنیو توکیو د بیو له لوړوالي څخه شکایتونه وو او ټولو هېوادوالو ته یې ډاډ ورکړ چې سږکال د لومړنیو توکیو د بیو د کنټرول لپاره سیار ټیممونه د هېواد په هره برخه کې فعال دي او په بازارونو کې د لومړنیو توکیو بیې کنټرولوي او له سرغړونکو سره به جدي چلن کېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي همدارنګه په ټولو ولایتونو کې د یاد وزارت رییسانو ته لارښونه وکړه چې د خپلو اړونده ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې دې د لومړنیو توکیو د بیو د کنټرول په برخه کې جدي پاملرنه او خپل راپور دې ژر تر ژره له مرکز سره شریک کړي.

د ناستې په پای کې پریکړه وشوه ترڅو د هېوادوالو د شکایتونو ترلاسه کولو لپاره دې د اړونده مسوولینو د ټلیفون او واټس اپ شمېرې د ټولنیزو شبکو له لارې خپرې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS