په هیواد کی د سړو خونو پر جوړولو بحث

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۳ - ۱۲:۱۱
په هیواد کی د سړو خونو پر جوړولو بحث

سه شنبه مورخ ۱۹ جمادی الاول ۱۴۴۴ / ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱

هغه ناسته چي د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال په مشري او د مولوي محمد زمان ناصری د صنعتی پارکونو د انکشاف او  پالیسی رئیس، د کرنې، صنایع او معادنو خونې مشرتابه په ګډون د هیواد د سړو خونو  وضعیت په اړه بحث وشو.

د کرنې خونې مشر ښاغلي خان محمد فروتن د سړو خونو په اړه د داخلی تولیداتو کارول، د داخلی تولیداتو د صادراتو لپاره سبسیډي، او د کرنیز بانک جوړولو په اړه وړاندییزونه وکړل.

همداراز ښاغلي رحیم الله سمندر د صنایع او معادونو خونې اجرائیوی مرستیال سړو خونو یادو خونو لپاره اساسی اړتیا، او د افغانستان د تولیداتو لویه ستونزه وبلله او د سړې خونې  جوړولو،  د مدیریت څرنګوالی، او د دولت او خصوصی سکتورپه ګده پانګه اچونې په اړه خپل نظریات شریک کړل

همداراز په خپل وار سره ښاغلی مولوی محمد زمان ناصری وویل د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه د سړې خونې پر جوړولو باندی خاص توجو لری.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلی مولوی قدرت الله جمال په ټینګار سره وویل مونږ باید خپل ټول توان د ګاونډیو سره په رقابت کی مصرف نکړو، مونږ باید د ظرفیت جوړونه او خپل زیربناوې ته پاملرنه وکړو، اوږد کلنو لپاره باید بنسټ کیږدو، مونږ د یو واحد دولت په توګه خپل ولس او هیواد ته توجو وکړو.

پریکړه وشو چي د مربوطه اداراتو او خصوصی سکتور په ګډون جامع تګلاره ترتیب شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۹:۲۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د صنعت اونۍ او نړیوال نندارتو دپای غونډې په مراسمو کې وینا وکړه

یاد نندارتون چې دتیرې یکشنبې په ورځ پیل او تر یوې اونۍ یې دوام درلود نن شنبه دیوې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسیده. ښاغلي جمال په خپلو خبرو کې وويل موږ او تاسو باید له خپلو تولیداتو

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د صنعت اونۍ او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د صنعت اونۍ او نړیوال نندارتون د دریمې ورځې په دوام د داخلي شرکتونو له تولیداتو څخه لیدنه وکړه

BACK TO NEWS