په هرات ولایت کې د اکسیجن د تولید زیاتوالی

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۹:۲۷
په هرات ولایت کې د اکسیجن د تولید زیاتوالی

دوشنبه: د سلواغي ۳۱مه ‍۱۴۰۰

 په هرات ولایت  کې د اکسیجن تولید کونکي فابریکې د دې ولایت د کوئیډ ۱۹ اړونده روغتونونو اړتیاو لپاره د اکسیجن په تولیداتو کې زیاتوالی  راوستی دی.

دا فابریکه د یو میلیون امریکایی ډالرو په لومړني پانګونې سره له ۱۳۹۵ لمریز کال څخه ترننه ددي ولایت په صنعتي ښارګوتي کې فعالیت ترسره کوی، ددې فابریکې  څښتن یې وايې چې دوی په یو ساعت کې۱۰۰۰ کیلوګرامه اکسیجن تولیدوي، اوس دا فابریکه  د اکسیجن تولید او رسولو لپاره دوه زره ډبې په لاس کې لري.

 له بلې خوا،دهرات سیمه ایز چارواکي وايې چې د اکسیجن د تولید زیاتوالی د دې لامل شوی چې په دغه ولایت کې د کویډ ۱۹ اړونده روغتونونه  د اکسیجن نشتون ستونزې تر یوی کچې حل شوی دي .

 دې فابریکې لخوا تولید شوي اکسیجن اوس مهال د کوویډ ۱۹ اړونده  ناروغانو درملنې لپاره د هرات روغتونونو او کلینیکونو ته لیږدول کیږی.

 تردا مهاله د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د اکسیجن د تولید درې فابریکې شتون لري،چې د کورونا ویروس د خپریدو سره ، د اکسیجن اړتیاو پوره کولو لپاره د دې تولیدي فابریکو فعالیت ډیر شوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS