په هرات ولایت کې د اختربازار نندارتون

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۸:۶
په هرات ولایت کې د اختربازار نندارتون

یک‌شنبه د غويې ۱۹مه ۱۴۰۰

د هیواد په لویدیځ هرایت ښارک کې د  صنعت او سوداګرۍ لخوا د لویدیځ زون ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په مرسته  د اختربازار په نوم نندارتون  د لویدیځ زون د متشبثو ښځو د ملاتړو په موخه د درې ورځو لپاره پرانستل شو.

په دې نندارتون کې ، د لویدیځ زون د متشبثو میرمنو لخوا  په بیلابیلو سکتورونو خپل تولیدات سوداګرۍ په ځانګړي توګه وچې او تازه میوې ، د دریو ورځو لپاره په 50 غرفو کې نندارۍ ته کیښودل شول.

هغه  متشبثې میرمنې چې په دې نندارتون کې یې خپل تولیدات  نندارې ته ایښي دي ، د دې نندارتون له جوړیدو څخه مننه کوي او زیاتوې  چې د دوی د محصولاتو معرفي او بازارموندنه مؤثره ده.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سږکال د هیواد د محصولاتو معرفي کولو او بازارموندنې لپاره  په هیواد کې بیلابیل نندارتونونه جوړوي او هیوادوال د دې محصولاتو کارولو ته هڅوي.

همدارنګه ، دغه وزارت سږ کال د سیمې او نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې څو بهرني نندارتونونه په لاره اچوي ترڅو د نړۍ په کچه د هیواد غوره محصولاتو لپاره بازار موندنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS