په ننګرهار ولایت کې د ګلابوعطرو تولید

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۹:۳۸
په ننګرهار ولایت کې د ګلابوعطرو تولید

پنجشنبه دغویې(ثور) ۲یمه  ۱۴۰۰

په ننگرهار ولایت کې د ګلابو د عطرو  د پروسس فابریکه شتون لري، چې  په دې برخه کې خپلې پانګونې ته زیاتوالی راوستی دی، د افغان روز فابریکه چې به ۱۳۹۲ لمریز  کال کې د ګلابو اوبو او عطرو د تولید په برخه کې د یو لک او دېرش زره افغانیو په لومړنۍ پانګه اچونې سره پیل شوه ، اوس یې خپله پانګه یو ملیون او درې سوه زره افغانیو ته لوړه کړې ده.

دا فابریکه د ننګرهار ولایت اچین ، دره نور او سپین غر ولسوالیو څخه د ګلاب ترلاسه کوی  او د ګلاب د حاصلاتو په موسم کې هره ورځ له دریو څخه تر شپږ ټنو د ګلابو اوبو د تولید وړتیا لری ،چې د د ننګرهارولایت یو شمیر اوسیدونکو ته یې دکارزمینه  برابر کړې ده .

د افغان روز  د ګلابو د عطرو د تولید فابریکې تیر کال له یو سل او لس ټنو ګلابو اوبو څخه ، یو سل لس زره لیتره ګلاب اوبه ترلاسه کړې وې چې  یو شمیر بهرنیو هیوادونو ته یې خپل محصولات صادر کړې دي .

څرنګه چې د ګلاب ګل روغتیايې خواص لرې ځکه نو دهغې څخه په عصری او دودیزو روغتیایې چارو کې ګټه اخیستلو ترڅنګ ،په خوراکې او روغتیايې توکو کې هم کارول کیږې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو

د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون د جوزجان ولایت والي

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

BACK TO NEWS