په لغمان کې دوريجو دبسته بندۍ او پروسس لومړنۍ فابريکې فعاليت

سه شبه دسلواغې ۱۴ مه ۱۳۹۹
په لغمان ولايت کې د وريجو دبسته بندۍ او پروسس لومړنۍ فابريکې د۷۰۰زره امريکايي ډالرو په پانګوونې سره خپل فعاليت پيل کړ
دغه فابريکه چې دلغمان ولايت په مرکز کې په څلور جريبه ځمکه کې جوړه شوې په يوه شپه او ورځ کې ۷۵ ټنه وريجې پروسس او بسته بندي کوي
په ياده فابريکه کې اوسمهال ۳۰ تنه هېوادوال په کار بوخت دي او ياده فابريکه خپل محصولات پر لغمان سربيره کابل کنړ ننګرهار نورستان او نورو ولايتونو ته هم استوي.