په زابل ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست پرانستل شو

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۵:۹
په زابل ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست پرانستل شو

چهارشنبه مورخ ۱۵ جمادی الاول ۱۴۴۵ / ۸ لیندی ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدين عزيزي او د ددې وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د زابل ولايت د صنعت او سوداګرۍ د پراختيا په موخه په یاد ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ رياست په رسمي ډول پرانيست.

د زابل والی ښاغلي مولوی حزب‌الله افغان سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت له رهبري پلاوي، د اسلامي امارت مسولینو او خصوصي سکتور مسولینو له مسوولینو سره په کتنه کې  زابل د یو کرنیز ولایت او له پاکستان سره ګډې پولې له امله مهم او په دغه ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست پرانیستل  يې اړین وباله.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دغه ولایت کې د بادینۍ ګمرک فعالېدل د سوداګرۍ د کچې د لوړولو، د نورو سرحدي ګمرکونو د فشار د کمولو او بهرنیو بازارونو ته د دغه ولایت د کرنیزو محصولاتو پر وخت د رسېدو لپاره مهم  او هیله یې وښوده، چې په دې ولایت کې به ډیر ژر د صنعتی او سوداګریزو جوازونو د زیاتوالی شاهدان واوسو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال  په دغه ولایت کې د صنعتي پارک د جوړېدو د اهمیت په پام کې نیولو سره د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو ته دنده وسپارله چې د زابل له ولایتي ادارې سره په همغږۍ دې د صنعتی پارک لپاره ځمکې د تثبیت او د صنعتي پارک جوړیدلو د اسنادو د طی مراحلو لپاره وړاندیز د وزارت مقام ته وړاندې کړی.

په هغه مراسمو کې چې د زابل ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د پرانېستې په موخه جوړ شوي وو، ښاغلی نذیراحمد حمزه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه له خوا د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د رئیس په توګه ګډونوالو ته وپیژندل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS